په بلخ او لوګر کې د طالبانو بریدونو کې درنه مرګ ژوبله

افغان سرتیري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تاوتریخوالۍ سره هم مهاله د بندیانو د تبادلې لړۍ هم روان ده

د افغانستان د شمالي ولایت بلخ پر زارع او د لوګر ولایت پر بره کي برک ولسوالۍ د طالبانو بریدونو کې شاخوا پنځلس افغان سرتیري وژل شوي او په همدې شمېر کې د طالب وسله والو د وژلو ادعا شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي د بلخ پر زارع ولسوالۍ د طالبانو برید په شا تمبول شوی خو په دې برید کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي او طالبانو ته هم ځاني تلفات اوښتي دي.

دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دا برید تېره شپه په دغې ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو پر پوستو شوی.

بل لورته د زارع ولسوال سیف الرحمن رحماني بي بي سي ته وویل په دې برید کې پنځه تنه ځايي امنیتي سرتیري چې د ملي امنیت ادارې اړوند دي هم وژل شوي دي. خو هغه د ملي اردو د وژل شویو سرتېرو شمېر نهه تنه وښود.

زارع د مزار شریف ښار په سویل لوري کې موقعیت لري او د دغه ولایت یوه نا امنه ولسوالۍ ګڼل کیږي.

بل لورته د افغان دفاع وزارت وايي تېره شپه د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید کې پنځلس وسله وال طالبان او د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي چې دې برید کې د شپږ طالبان او د ملي اردو پنځه سرتیري ټپيان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې ځواکونه یې لاهم د فعالې دفاع په حال کې دي او دغو بریدونو ته د همدې حالت په پام کې نیولو سره ځواب ویل شوی دی.

چارواکي وايي وسله والو طالبانو په بیلابیلو سیمو کې د خپلو بریدونو لړۍ پراخه کړې ده، او دې لړ کې همدا اونۍ د کابل په سویل په چار آسیاب ولسوالۍ کې طالبانو ځانمرګی برید وکړ.

دا برید د افغان ځانګړو ځواکونو مرکز ته څېرمه شوی خو چارواکو ویلي دې بریدکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

زندانیان

د عکس سرچینه، AFGHAN GOVERMENT

د عکس تشریح، تر اوسه طالبانو ۱۱۳ تنه خوشې کړي دي.

که څه هم تاوتریخوالی دوام لري خو په دې لړ کې د دواړو لوریو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لړۍ هم جریان ده.

پرون ورځ طالبانو د افغانستان په شمال کې ۵۲ تنه زندانیان خوشې کړل.

په کندز کې یوې باوري دولتي سرچینې بي بي سي ته ویلي له دې ډلې ۴۸ تنه یې د افغان امنیتي ځواکونو سرتیري دي.

دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي ویلي چې دا هغه سرتیري دي چې طالبانو د تخار، کندز، بدخشان او بغلان په لویو لارو کې له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې بوولي وو.

په دې سره د طالبانو له خوا د ازاد شویو کسانو شمېر ۱۱۲ ته ورسېد.

که څه هم طالبانو ازاد شوي ټول کسان حکومتي سرتیري بللي دي، خو وړاندې افغان چارواکو ویلي د دې ډلې له خوا د ازاد شویو کسانو اکثریت یې ملکي وګړي دي. په کندز کې د ازاد شویو کسانو په اړه لا حکومتي چارواکو رسما څه نه دي ویلي.