د هرات تړلی ښار په انځورونو کې

د افغانستان لوېدیځ ته په هرات کې د کورونا ویروس خپرېدو پسې حکومت په دغه ولایت کې د ورځې پر تګ را تګ بندیز ولګاوه او له خلکو یې وغوښتل چې کورونو کې پاتې شي.

هرات ښار له ایران سره پوله لري له دغه هېواد ترې افغان کډوال ستنېږي او د افغانستان ښارونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو له پلوه تر ټولو ډېر زیانګالی بلل کېږي.

د چارشنبې په ورځ(د مارچ ۲۵) په دغه ښار کې د هغو کسانو شمېر ۵۳ ته ورسېد چې معاینه یې شوې او کورونا نیولي دي. له کورونا مړه شوې ۴۵ کلنه ښځه هم د هرات اوسېدونکې وه.

ګرځبندیز پسې بازارونه، هټۍ او ټول پلورنځي تړلي او خلک هم تر تېرو ورځو کم لیدل کېږي، دا بندیز لومړیو کې دوه ورځې دی.

د هرات اوسېدونکي له حکومت غواړي چې د خلکو اقتصادي حالت ته هم کلک پام وکړي.

بازار چارسوق که از مزدحم ترین نقاط شهر بود
د عکس تشریح، چارسوق بازار چې د ښار یوه ډېره بیروباري سیمه وه.
بازار پای حصار و ارگ هرات یکی از مزدحم ترین مناطق شهر
د عکس تشریح، د هرات ارګ او پای حصار بازار چې د ښار یوه بله تر ټولو بیروباري سیمه وه.
گوشه دیگری از شهر هرات
د عکس تشریح، د هرات ښار یوه څنډه
هرات
د عکس تشریح، هرات ښار تر نورو ورځو ډېر تش ښکاري.
ساختمان اداره ولایت (استانداری) هرات
د عکس تشریح، د هرات ولایت اداري مرکز یا د ولایت مقام
جاده لیلامی‌فروشان هرات در نزدیک مسجد جامع
د عکس تشریح، جامع جومات ته نږدې د لیلامي پلورو جاده
هرات
د عکس تشریح، پلورنځي او دوکانونه هم تړلي دي.
مغازه

د عکس سرچینه، Bbc

د عکس تشریح، د هرات د بوټپلورو بازار

انځورونو د فرهاد تمنا