'د ۲۰۱۹ کال وروستیو درېيو میاشتو کې ملکي مرګژوبله پرتله ييز ډول کمه شوې'

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، د ۲۰۱۹ ميلادي کال په لومړیو درېيو میاشتو کې په دغه هېواد کې تاوتريخوالی په بې مخينې ډول ډېر شو، خو د سولې لپاره د خبرو له ګړندي کېدو سره هم تاوتريخوالی کم شو او هم د ملکي وګړو مرګژوبله.
د بشري حقونو د کمېسیون مرستیال محمد نعيم نظري په کابل کې خبري غونډې ته وویل: "د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون موندنې ښيي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۲۹۳ کسانوته رسېږي، حال دا چې د ۲۰۱۸ کال په وروستیو درېيو میاشتو کې ټول ۳۷۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ژوبلېدلي وو، چې د دغو شمېرو پرتلنه ښيي د ۲۰۱۹ ميلادي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې پکې ۳۸ سلنه کموالی راغلی. "
دغه اداره وايي په ۲۰۱۹ کال کې نژدې ۱۱ زره ملکیان وژل شوي او ژوبلېدلي چې د ۲۰۱۸ کال پر تله اووه سلنه لږوالی ښيي.
د سړک غاړې ماینونه، مخامخ جګړې، هوايي، ځانمرګي او توغندیز بریدونه او هدفي وژنې د ملکي مرګ ژوبلې له سترو لاملونو ګڼل کېږي.
د بشري حقونو کمېسیون وايي، په ۲۰۱۹ کال ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله د افغانستان په سوېل لوېديځه برخه کې ثبت شوې.
دغه کمېسیون د افغانستان د دولت له قوله وايي چې جنګ جګړې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې اویا زرو کورنیو د بې ځایه کېدو لامل هم شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
کمېسیون د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې بشري حقونو ته ژمن پاتې شي او هر څومره چې ژر کېږي د سولې خبرو او بشپړ اوربند ته لاره برابره کړي.
دغې ادارې د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې د استوګنو سیمو کې له جګړو ډډه وکړي او ملکيان د ډال په توګه ونه کاروي.
د دولت له مخالفو وسله والو یې هم وغوښتل چې د دوی تر واک لاندې سیمو ته د دغه کمېسیون د غړو د ورتګ او پلټنو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي له ۲۰۱۰ کال راهیسې نژدې نوي زره ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او ژوبلېدلي خو ټینګار کوي چې ښايي دا شمېره له دې هم لوړه وي.










