اقلیمي بدلون افغانستان کې د سولې راتلونکی لیدلوری پېچلی کولی شي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د "نېشنل جیوګرافیک" مجلې په افغانستان کې پر اقلیمي بدلون یوه مفصله څېړنه کړې چې سرلیک یې دی: 'اقلیمي بدلون په افغانستان کې د سولې راتلونکي لیدلوري مغلق کولی شي".
کارپوهانو خبرداری ورکړی چې تودوخه به طبیعي ناورینونه په ګڼ شمېر کې د خلکو بې ځایه کېدل، د ماشومانو ودول او کړکېچ لا ډېر کړي.
مجلې د افغانستان پر هغو ولایتونو تمرکز کړی چې د اوبو نشتوالي له امله د خلکو کروندې او څاروي سخت زیانمن شوي.
په ځینو مواردو کې مجبورو کورنیو له شتمنو مرسته غوښتې چې وریجې، اوړه او څاروي یې ورکړي.
په یوه قضیې کې سیمه ییز مالدار کس د مجبورې نېستمنې کورنۍ څلور کلنه لور د مرستې په بدل کې غوښتې.
نېشنل جیوګرافیک لیکي، په تېرو ۱۸ کلونو کې چې د امریکا متحده ایالتونو افغانستان کې حضور لري او ترهګرۍ ضد جګړه یې پیل کړه، ټولې نړۍ پام جګړې او بیارغونې ته واړاوه چې میلیارډونه ډالر پرې ولګېدل، خو تر دغه لا لویه جګړه اوس سر راپورته کوي چې اقلیمي بدلون دی.
څېړنه کې اندېښنه څرګنده شوې چې افغانستان د نړیوالې تودوخې د بدلېدو پر وړاندې ډېر زیان منونکی هېواد دی او مقابلې ته یې تر ټولو لږ چمتووالی لري.
نېشنل جیوګرافیک وايي، په داسې یوه هېواد کې چې ډېری وګړي یې بزګري کوي، اقلیمي بدلون ته تر ټولو لږ پام ور اړول شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
نېشنل جیوګرافیک د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام د اټکل له مخې وایي چې په افغانستان کې د کړکېچ ۸۰ سلنه پر ځمکې، اوبو او سرچینو ده.
دې مجلې د افغانستان په شمال لوېدیځ بادغیس کې د فاطمې په نامه د یوې ښځې ژوند ته کتنه کړې چې فصلونه یې وچ دي او څاروي یې له تندې مري.
دا مجله وايي فاطمې د لسيزو په اوږدو کې افغانستان کې وچکالي لیدلې او ۱۸ میاشتې مخکې یې له یوه شتمن څخه پور اخېستی و چې د ۱۲۵۰ ډالرو یې پسونه، وریجې او اوړه وپېرل، خو د پسرلي په رارسېدو شتمن ترې د خپل پور غوښتنه وکړه، مګر نوموړې ګټور حاصلات نه درلودل.
د پور په بدل کې د لور غوښتل
شتمن ورغبرګه کړې وه چې د پور په بدل کې دې خپله څلور کلنه لور ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په بادغیس کې د کرنې او څښاک د اوبو لپاره په بشپړ ډول پر باران تکیه کېږي په دې ولایت کې د خوړو کمښت د کړکېچ کچې ته رسېدلى.
په ۲۰۱۷ کال کې له ۶۰ سلنې ډېر افغانان پر کرنې بسیا وو، خو اوس کابو نیمايي د خوړو له کمښت سره مخ دي.











