د افغانستان په اوبو د اقلیمي بدلون اغېز

ر
    • Author, محمد عاصم مایار
    • دنده, شتوتګارت پوهنتون کې د دوکتورا څېړونکی

اقلیمي بدلون هغه تغیراتو ته ویل کېږي، چې د هوا حالاتو د یو نسبتاً اوږده وخت ثبت شویو ارقامو په اوسط کې ولیدل شي.

د بېلګې په توګه، که چېرې د وروستۍ لسیزې د بارانونو، تودوخې، واورو او نورو اقلیمي پارامټرونو، منځنۍ کچه او مهالنی وېش د دوه یا دریو مخکنۍ لسیزو سره توپير وکړي، اقلیمي بدلون ګڼل کیږي.

خو که چېرې یو کال له بل هغه سره توپیر وکړي تنوع بلل کېږي، چې په نورمال حالت کې د هوا وضعیت بېرته لومړي حالت ته راګرځي. له همدې کبله د اقلیمي بدلون د څېړلو لپاره د اوږده وخت منځنۍ کچه او مهالنی وېش کتل کیږي.

د اقلیمي بدلون په اوسط کچه کې ډېر لږ توپير رامنځته کېدل هم د راتلونکي لپاره ډېر خطرناک وي. د بېلګې په توګه، که چېرې د نړۍ د تودوخې اوسط یوه نیمه درجه نور هم لوړ شي بیا د اقلیمي بدلون ستونزه له کنټرول څخه وځي او ډیر لوی زیانونه لکه د بحر د اوبو د سطحې لوړېدل، د سیلابونو او وچکالیو ډېرېدل، د هوا ډېرې تودې او یخې څپې او داسې نورې ستونزې به پیښې شي.

خو د اقلیمي بدلون له امله د هوا حالاتو موسمی وېش ډېر څرګند دی. ساینس پوهان د اقلیمي بدلون د څېړلو لپاره د هوا د حالاتو ثبت شوي ارقام او یا هم د غرونو او قطبي یخونو مساحت د سپوږمکۍ د انځورونو په مرسته ګوري، تر څو د هغه په اساس راتلونکي ته وړاندوینې او پلانونه جوړ کړي.

د نورو علتونو تر څنګ، یو علت یې د ځمکې په اټموسفیر کې د انسان د فعالیت له امله د کاربن ډای اکسایډ ګاز ډېرېدل دي. چې پرمختللي هېوادونه يې د صنعتي کارونو له امله تولیدوي. همدا وجه ده، چې پرمختللي هېوادونه له زیانمن شویو هېوادونو سره په دې برخه کې بشري او تخنیکي مرستې کوي.

دا چې افغانستان په نړیواله کچه د کاربن ډای اکسایډ ګاز ډېر لږ تولیدوي نو د اقلیمي بدلون یا د نړیوالې تودوخې په برخه کې یې ونډه کمه ده خو برعکس له دې ستونزې د ډیرو زیانمن شوو هېوادونو په کتار کې ځای لري. دې ستونزې د افغانستان په اوبو باندې هم اغېز کړی، چې لاندې پرې بحث شوی.

په باران د اقلیمي بدلون اغېز تر ډېره بریده موسمي دی. که چېرې یې کلنۍ مجموعي کچې ته وکتل شي، نو ډېر توپیر پکې نه ليدل کېږي خو برعکس موسمي او مهالني ویش يې ډېر بدلون کړی. په بل عبارت، پخوا به د لڼدو او شدیدو بارانونو شمېر لږ ووخو عادي او اوږده بارانونه به ډیر اورېدل چې اوس دا شمېر برعکس شوی دی.

همدارنګه بل توپیر په موسمي بارانونو کې راغلی. د بېلګې په توګه، په هغو سیمو کې چې پخوا به د اوړي یا مني بارانونه کېدل اوس یې شمېر لږ شوی او د پسرلي د شدیدو بارانونو په شمېر کې یې ډیروالی راغلی. همدا علت دی چې د کال په لومړیو کې مو سېلابونه ځپي او بیا ورپسې د وچکالۍ له امله زموږ کښتونه زیانمن کېږي.

ر
د عکس تشریح، پر هلمند سیند کجکي برېښنا بند چې ان کندهار ته هم برېښنا ور کوي

په افغانستان کې د واورې د اوېدلو په اندازې هم اقلیمي بدلون اغیز کړی. د نړیوال خوراکي سازمان (FAO) او د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې (NEPA) د ۲۰۱۵کال د راپور پر بنسټ د ژمنیو واورو اورېدنکو ورځو په شمېر کې لږوالۍ لیدل کیږي. د همدې راپور په اساس د افغانستان د تودوخې منځنۍ کچې تر ۱٫۲ سانتي ګریډ درجو پورې توپیر کړی. چې په پسرلي موسم کې د واورو د ژر وېلې کېدو سبب ګرځي.

دا بیا په خپل وار سره د اوړي لپاره د اوبو اندازه کموي، ځکه په غرونو کې د واورو زېرمې ژر وېلې کیږي او اوړي ته لږ څه پاتې کېږي. همدارنګه د تودوخې لوړېدل د غرونو د یخچالونو په ژر وېلې کېدو هم اغېز کړی. چې د وروستیو څېړونو په اساس د افغانستان په غرونو کې تر اویا فیصده یخچالونه له منځه تللي دي. د نمونې په توګه د۲۰۱۸ کال د جولای میاشتې په ۱۲مه، په پنجشېر ولایت کې سیلاب د یوه طبیعي حوض د یخونو د وېلې کېدو له امله پیښ شوی وو.

ذکر شويو بدلونونو د باران، واورې او یخچالونو څخه د لاسته راغلو اوبو په کچه هم مستقیماً اغېز کړی. د لیکوال د څیړنو په اساس چې د کابل سیند حوزې د شلو ستېشنونو د ۱۹۸۵۰- ۱۹۸۰ او ۲۰۰۳-۲۰۱۷ په ارقامو یې کړې دي د سیندونو د اوبو په کچه کې لاندې توپیرونه لیدل شوي دي.

اوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت څېړنې ښيي چې په دې هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو کچه کښته تللې.

1. د سیندونو د ورځېني بهیر منځنۍ کچه د پخوا په پرتله یو څه لږ شوې ده. خو دا چې د کلني بهیر لپاره د یو کال د ټولو ورځو اوسط شمېرل کېږي نو په هغه کې یې توپیر نور هم لږ لیدل کېږي.

2. د سیندونو د ورځېني بهير لوړه کچه (Daily maximum flow) د پخوا په پرتله لوړه شوې. یعنې د سېلابونو په اندازه کې لوړوالۍ راغلی.

3. د سیندونو د ورځېني بهیر ټیټه کچه (Daily minimum flow) هم لږ کمه شوې.

4. د سیندونو په اوبو کې د لوړو او لږ اوبو د ورځو شمېر ډیر شوی. او برعکس د منځنۍ کچې اوبو د ورځو په شمېر کې لږوالۍ راغلی. دا بدلونونه د بارانونو له تغیراتو سره مطابقت لري او د شدیدو بارانونو له وجهې د سېلابونو یا ډېرو اوبو د ورځو په شمېر کې زیاتوالی ښيي. همدارنګه د باراني ورځو د شمېر د لږوالي له امله په سیند کې د لږ اوبو ورځې هم ډېرې شوې دي.

وچکالۍ د افغانستان شمالي ولایتونو ډېر زیانمن کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وچکالۍ د افغانستان شمالي ولایتونو ډېر زیانمن کړي
څاه
د عکس تشریح، د ظاهر د څاه د اوبو کموالي ګاونډیان هم د هغه له دروازې پښه نیولې کړي

دا توپیر راتلونکي ته ډیر زیانمن کوونکی دی. ځکه د اوبو لګولو په موسم کې به اوبه کمې او یا بیخي نه وي او برعکس پسرلی به سېلابونه راځي او کرنه به ګواښي. همدا وجهه ده چې په یو کال کې دواړه سېلابونه او وچکالۍ پیښېږي.

دا چې د کابل سیند حوزه د افغانستان د اوبو د نورو حوزو تر څنګ پرته ده نو دا بدلونونه هلته هم لیدل کیدای شي. او همدا دلیل دی چې د افغانستان ګاوڼدیان د پسرلي به موسم کې د ډېرو اوبو په ترلاسه کولو سره چوپه خوله وي خو د اوړي په موسم کې د اوبو د لږوالي له امله شکایتونه کوي.

د دا ډول پروسو دقیق څارل، د ډیر وخت ثبت شویو ارقامو ته اړتیا لري. چې افغانستان له بده مرغه د جنګونه له امله په دې برخه کې هم زیانمن شوی او د ۱۹۸۰ څخه تر۲۰۰۳ کال پورې یې اړوند ارقام ندي راغونډ شوي. دغه دور نه یوازې افغانان ډیر وکړول بلکه د راتلونکي لپاره یې هم وړاندوینې او پلانونه له لوی خڼد سره مخامخ کړي دي او په کې د خطا او اشتباهاتو سبب کیږي.

دا چې اقلیمي بدلون یوه نړیواله او د ټولو هېوادونو شریکه ستونزه ده. په دې اړه د پاریس د ۲۰۱۵ کال نړیوال تړون، د نړی ټول هېوادنو مکلف کړل تر څو دغې ستونزې سره د مقابلې لپاره ګډ کار او هڅې وکړي. همدا راز یې له زیانمن شوو هېوادونو سره د مالي مرستې تعهد هم کړی دی.

ر

د عکس سرچینه، TASNIM

دا چې افغانستان له دې ستونزې یو ډیر زیانمن شوی هېواد دی نو افغان دولت تر اوسه نړیوالې ټولنې ته د مالي مرستو ځینې طرحې وړاندې کړي دي. تر څو د هغې په مرسته د زیانمن شوو خلکو لاس نیوی وکړي. خو په کار ده په دې برخه کې د دولتي کارکوونکو په ظرفیت لوړلو ډېر کار وشي تر څو نورې مرستې هم جلب کړای شي.

د دې تر څنګ باید هېوادوال هم د ونو په ایښودلو کې زیار وباسي ځکه شنې ونې کولای شي په هوا کې د کاربن ډای اکسایډ کچه او د تودوخې درجه را ټیټه کړي. همدارنګه دولت باید د ذخیروي بندونو په جوړولو کې جدي ګامونه پورته کړي تر څو له یوې خوا سېلابونه کنټرول او له بلې خوا د لږ اوبو موسم لپاره د ضرورت وړ اوبه زېرمه کړي.

ر

د عکس سرچینه، TASNIM

په پای کې غواړم یادونه وکړم چې د کابل په ښار کې له کوچني باران وروسته د سیلاب راوتل، د ویالو د بندښت او همدارنګه د ځمکې د پوښښ (پخې ساحې او ښار د پراختیا) سره ډېر تړاو لري، چې د ښار او پخې ساحې په پراختیا کې باید ځمکې ته د اوبو د جذب او کمولو لپاره اړین ډیزاینونه په نظر کې نیول شوي وای.

د لیکوال په اړه:

عاصم مایار د کابل د پولې تخنیک پوهنتون استاد او همدا راز د جرمني په شتوتګارت پوهنتون کې د دوکتورا محصل او څېړونکی دی. د نوموړي د څېړنې موضوع "د اوبو د منابعو مدیریت " ده. په دې لیکنه کې ټول نظرونه او وړاندیزونه په لیکوال پورې اړه لري.