روغتيا وزارت: بېجینګ دې د ناروغۍ خپرېدا مخنيوي لپاره افغانان بېرته ستنېدو ته پرېنږدي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د روغتیا وزارت له چینايي چارواکو غوښتي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې په چین کې افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې د دې ستونزې ترهواري مخکې خپل هېواد ته ستانه شي.
په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره په ټلیفوني خبرو کې د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز له نوموړي غوښتنه کړې، چې د وضعیت تر ښه کېدو هغو افغان سوداګرو او نورو کسانو ته چې په دې ورستیو کې چین ته تللي، افغانستان ته د راتلو اجازه ورنه کړي.
ښاغلي فیروز د چین په وهان او نورو ښارونو کې د مېشتو افغان محصلینو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د چین له سفیر یې غوښتي چې د دوی روغتیا ته پام وکړي.
د روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د دې هېواد په لویو هوايي ډګرونو کې روغتیايي ډلې ګومارلې چې له بهره افغانستان ته د راتلونکو مسافرو روغتیايي وضعیت ارزونه وکړي.
په دې اړه د روغتیا وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې تر اوسه په هېواد کې د کرونا ویروس هېڅ پېشه نه ده په ګوته شوې.
چین کې د کورنا ویروس د وژل شویو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی
په چین کې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو شمېر ۸۰ کسانو ته رسېدلی دی او پر دې ویروس د شاوخوا ۳ زره کسانو اخته کېدل تایید شوي دي.

دا وېره هم شته چې د روانې میاشتې وروستیو کې د چینايانو د نوي کال د جشن لمانځلو لپاره چې په میلیونونو خلک چین کې سفر کوي، ښايي دا ویروس هم ور سره پراخ شي.
یوازې په وهان ښار کې د دغه ویروس له امله د وژل شویو شمېر له ۵۶ کسانو ۷۶ ته لوړ شوی او څلور نور بیا نورو ځایونو کې خپل ژوند بایللی دی. ډېری وژل شوي د ډېر عمر خاوندان دي.
د چین وهان کلابند شوی چې دا نوی ویروس پکې لومړی ځل رامنځته شوی او په ځینو نورو ښارونو کې پر سفر بندیز لګول شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین رسنیو ویلي، په دغه ویروس د اخته کسانو له ډلې د ۳۰۰ ناروغانو حالت خطرناک دی.
د دې ویروس خپرېدا یوازې تر چین محدوده نه ده پاتې، ۲۴ پېښې په تایلنډ، امریکا، اسټرالیا او فرانسه کې هم ثبت شوې، خو تر اوسه رپوټ نه دی ورکړل شوی چې څوک د دې ویروس له امله وژل شوی وي.
تر اوسه د دې ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړې درملنه یا واکسین نه دی موندل شوی.









