د چین له وهان ښاره ایسار افغانان رایستل کېږي

د عکس سرچینه، AFP
افغان حکومت د چین په وهان ښار کې د نوي خپاره شوي ویروس کرونا له ګواښ سره د افغانانو ژغورلو ته د چمتووالي خبر ورکړ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي په یوه بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې له دغه ښاره د هوا او ځمکې له لارې ایسار ۶۲ افغانان راوباسي.
له دې وړاندې په یاد ایالت کې افغان محصلینو ویلي وو چې هلته مېشت محصلین او یو شمېر افغانې کورنۍ له سخت حالت او د خوړو له نشتوالي سره مخ دي.
وړاندې، د چین وهان ښار کې یوه افغان محصل مشعل جمالزوی بي بي سي ته وویل، په دې ښار کې ۵۵ افغان محصلین او څلور کورنۍ اوسېږي، چې ایسار پاتې دي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.
دغه افغان محصل وايي، د پلورنځيو د تړل کېدو له کبله ځینې محصلین نژدې دوې ورځې وږي وي.
وهان د چین هغه ښار دی چې د کرونا په نامه نوی ویروس پکې پیدا شو او اوس د افغان محصلینو په وینا، د خوراکي توکو ټول پلورنځي تړل شوي دي.
دا مهال د چین دولت له سختو ننګونو او محدودیتونو سره مخمخ دی.
په وهان کې مېشت افغان محصلین وايي، له یوې اونۍ راهیسې له خوبخونو د وتلو اجازه نه لري.
دغه افغان محصل وايي، په چین کې د افغانستان سفارت تر اوسه له دوی سره د همکارۍ ژمنه نه ده عملي کړې. نوموړی ادعا کوي چې د افغانستان سفارت د دوی ټیلېفوني اړیکو ته ځواب نه وايي.
ښاغلی جمالزوی زیاتوي، نورو هېوادونو له وهان ښاره خپل محصلین ایستلي دي.
دی وايي، ددې وضعیت په دوام که کرونا ویروس افغان محصلین ونه وژني، نو ناوړه رواني وضعیت او د خوړو زښت ډېر کمښت به یې د مړینې لامل شي.
په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، ""ګرانو محصلینو، د چین حکومت په پوره مسولیت سره د کرونا د ویروس د مشکل سره مبارزه کوي. دوی ددې مبارزې مشري پر غاړه لري او خپل نهایي هڅه کوي. که بیا هم د سفارت مرستې ته مو اړتیا وه، نو د سفارت د محصلینو له مسوول ښاغلي کریم نقشبندزاده سره اړیکه ونیسئ."
ښاغلی قایم زیاتوي، سفارک له افغان محصلینو او د چین له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه ک دی چې دا مسله له نژدې وڅاري، کله چې د وتلو اجازه ورکړل شوه، سفارت به په بیړه ګام واخلي.
کابل کې تدبیرونه
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د هوايي چلن ادارې ویلي، افغانستان ته د کرونا ویروس د لېږد د مخنیوي لپاره یې لازم ګامونه په پام کې نیولي دي.
د افغان دولت د پرېکړې پر بنسټ، کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر کې روغتیاډلې ځای پرځای کوي چې مشکوکې پېښې وڅېړي او د چین ارومچي ته تلونکي یا له دې ښاره راتلونکي مسافر په یاد ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره پوه کړي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې هم ټولو افغانانو ته سپارښتنه کړې هغو ښارونو ته چې دا ویروس پکې خپور شوی، له تګ مخکې د روغتیايي چارواکو سپارښتنې جدي ونیسي.
تر دې دمه نژدې ۲۰۰۰ کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي او ۵۶ کسان یې وژلي.
که څه هم خلکو ډېری تیارۍ ورته نیولې، خو ددې ناروغۍ مخنیوی په اسانۍ نه کېږي ځکه په ډېره اسانۍ له یوه انسانه بل ته انتقالېدای شي.

د عکس سرچینه، AFP
په نوي ویروس څومره پوهېږو؟
د چین او روغتیا نړیوالې ادارې ازمېښتځیو کې په دې ویروس د اخته کسانو معاینې شوې او پوهانو دا ویروس د "کرونا" ویروس د کورنۍ بللی دی.
تراوسه د کرونا ویروس ۶ ډولونه موندل شوي او وروستی یې هم اوم دی.
دا ویروس د ویروسونو د هغې سترې کورنۍ غړی دی چې له عادي زوکام نیولې د سارس په څېر ناروغۍ عامل هم پکې راځي.
سارس په ۲۰۰۲ کال په چین کې له اتو زرو ډېر کسان ونیول چې پکې ۷۷۴ په نړۍ کې مړه شول.
څېړنې ښيي چې دا نوی ویروس هم له سارس ویروس سره ډېر نژدې دی.
د نوي ویروس نښې
په عادي حالت کې دا ویروس د زوکام سبب کېږي، خو د سختې سا لنډۍ سنډروم یا سارس سبب هم کېږي.
کله چې انسان په دې ویروس اخته شي، تبه، ټوخلې، سا لنډي او لنډه لنډه سا اخیستل راځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څومره خطرناک دی؟
تراوسه چې ۵۰۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي، ۱۷ کسان ترې مړه شوي، خو داسې ښکاري چې د دې ویروس درملنه اوږدمهالې ده او په دې دلیل امکان شته چې نور ناروغان هم مړه شي.
لا هم کره مالومه نه ده چې څومره کسان دغه ویروس نیولي دي.
د ویروس مخه څنګه نیول کېږي؟
د دې ویروس واکسین نشته. د خپرېدو د مخنیوي یوازېنۍ لار یې ژر پېژندل او قرنطین کې د ناروغ درملنه ده.
باید هغه کسان ولټوو چې د دې ویروس ناروغانو سره اړیکه کې و او باید وڅارل شي. باید د سفر محدودیت ولګېږي او له غونډو ډډه وشي.










