طالبانو د اوربند په اړه وروستۍ اوازې رد کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو له لوري رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویل شوي چې د اوربند په هلکه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري او دا یو ډول ناسم تبلیغات دي. په دې استول شوي پیغام کې دا هم رد شوي چې ګواکې د طالب مشرانو تر منځ دې اختلاف وي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په دغه پیغام کې وړاندې ویل شوي چې "واقعیت دادی چې طالبان د اوربند تصمیم نه لري". اعلامیه همدا راز وايي چې امریکایانو د جګړې او د عملیاتو د کمښت غوښتنه کړې او پر همدې مسله د طالب مشرانو تر منځ مشورې روانې دي او بس.
پیغام وړاندې کاږي چې په دې برخه کې تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او په اړه یې کوم اختلاف هم د طالبانو تر منځ نه دی موجود.
پرون یکشنبه د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی و چې وسله والو طالبانو افغانستان کې د لنډ مهالي اوربند په اعلانولو رضا شوي دي.
خو د سولې په خبرو کې ښکېلې هېڅ کومې ډلې دا خبر نه و تائید کړی.

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1
بل لور ته د افغان طالبانو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته منلې وه چې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تېره اوونۍ کوټې او بیا پېښور ښار ته تللی و او هلته یې د طالبانو له شوراګانو سره کتلي، او له امریکایانو سره د لنډ مهالي اوربند په اړه یې سلا مشورې کړې دي.
دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، له څه مودې راهیسې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د اوربند پر موضوع خبرې روانې دي او ښایي نژدې ورځو کې یې پایله مالومه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې سره سم د طالبانو یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د طالبانو مشرتابه پر اوربند هوکړه کړې ده، خو هلمند کې د دې ډلې جنګي مشران له دې پرېکړې سره مخالفت لري.
دغه سرچینه وایي، هلمند کې د طالبانو قومندان صدر ابراهیم، چې د طالبانو د دفاع وزیر هم بلل کېږي، له اوربند سره مخالفت کوي او ټینګار کوي چې امریکایان دې بې له کوم شرطه له افغانستانه ووځي.
د اوربند موضوع د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو یوه مهمه او جنجالي برخه ده.








