طالبان: امریکا زموږ د مرکچیانو لوژستیکي لګښتونه نه دي ورکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر هغه رپوټونه بې بنسټه بللي، چې ګواکې د امریکا کانګرس د دوی د مرکچیانو لوژستیکي لګښت لپاره بودیجه تصویب کړې ده.
د رول کال (Roll call) په نامه یوې رسنۍ په رپوټ کې ویل شوي، د امریکا کانګرس د دغه هېواد د دفاع وزارت یا پنټاګان هغه طرح تائید کړې چې له مخې به یې امریکا د افغان سولې پر بهیر ۱۵ میلیونه ډالر لګوي.
رپوټ کې راغلي، دا هم شونې ده چې د دې بودیجې څه نا څه برخه ښایي د وسله والو طالبانو جېب ته هم ورسېږي.
خو طالبانو ویلي، د امریکا دغه بودیجه د افغان سولې په برخه کې د خپل لوري لپاره تصویب شوې او له دوی سره هېڅ اړه نه لري.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د امریکا کانګرس له خوا د دوی د لګښتونو لپاره د طرحې تصویبول دروغ او د امریکایانو تش تبلیغات بللي.
د رول کال په راپور کې ویل شوي، د امریکا د کانګړس غړو د داسې ډاډ له ترلاسه کولو وروسته چې طالبان به مخامخ له یادو پیسو نه برخمن کېږي، د افغان سولې د لګښټونو په برخه کې د امریکا دفاع وزارت دغه طرحه تصویب کړه.
دغه رسنۍ، چې تر ډېره پورې د امریکا د کانګرس اړوند موضوعات خپروي، په خپل رپوټ کې وايي، شونې ده چې د دغو پیسو یوه برخه به د طالب مرکچیانو د اوسېدوځای، ډوډۍ، تګ او راتګ او په یو شمېر نورو برخو کې ولګول شي.
که څه هم ځینې شنونکي د دواوړو جنګي لوریو تر منځ د ۱۸ کلنې جګړې پای ته رسولو لړ کې ۱۵ میلیونه ډالره لږ پیسې بولي، خو د امریکا د کانګرس یو شمېرغړي لا هم اندېښنه لري چې کېدای شي دغه پیسې د طالبانو په ګټه او د امریکا په زیان تمامې شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، که چېرې امریکایانو د خپلې مرکچي ډلې لپاره بودیجه تصویب کړې وې، دا د هغوی خپل کار دی او په طالبانو پورې اړه نه لري.
یوې باوري سرچینې بیا بي بي سي ته ویلي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر اوسنی لګښت کوربه هېواد قطر ور کوي.
په تېر نژدې یوه کال کې امریکایي دیپلوماتانو او طالب استازو د قطر په مرکز دوحه کې د افغان سولې د خبرو بهیر کې لس ځله خبرې کړې دي.
وروستي پړاو خبرې یې په ظاهره په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو تر ټولو لویې اډې بګرام باندې د طالبانو د برید له امله وځنډول شوې.








