طالبان چین کې په "بین الافغاني دیالوګ" کې ګډون کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو ته نږدې سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې چین به راتلونکې دوشنبه او سه شنبه، د اکتوبر پر ۲۸مه او ۲۹مه نېټه اوونۍ د بین الافغاني خبرو کوربه وي.
سرچینې وایي، د طالبان ترڅنګ به په دې ناسته کې له کابله هم یو ۲۵ کسیز پلاوی ګډون کوي، چې ښایي د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش هم پکې وي.
د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم یوې سرچینې بي بي سي ته ومنله چې دا ناسته به د چین په نوښت ترسره کېږي.
سرچینې زیاته کړه چې له کابله د ورتلونکي پلاوي ترکیب نه دی وروستی شوی، او په دې اړه یې هم څه ونه ویل چې ایا د افغان ولسمشر دویم مرستیال به دې ناسته کې ګډون کوي او که نه.
په ارګ کې سرچینه وایي، دا ناسته د سولې د مذاکراتو په معنا نه ده او یوازې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي دیالوګ دی.
ټاکل شوې ده چې تر دې ناستې وړاندې په مسکو کې هم د افغان سولې په اړه د روسیې، چین او امریکا د استازو ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشي.
سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت استازي هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.
بل لور ته د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
''د افغانستان خلک او حکومت د عزت سره تل پاتې سوله غواړي او دې هدف ته د رسېدو لپاره ټولو هڅو ته ژمن دي. نوموړی زیاتوي سوله تل د ولسمشر غني لومړیتوب وه او افغان حکومت یې په اړه ژمن دی. ښاغلي صدیقي زیاتوي هېواد کې هغه مهال تل پاتې او عزتمنه سوله راتلای شي، چې افغان دولت یې د بهیر مشري وکړي. ''

د عکس سرچینه، STOLTENBERG TWITTER
له دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نږدې دوه میاشتنۍ دمې وروسته یو ځل بیا بهرنیو هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد او ورسره ملګری پلاوی یې پرون یکشنبه د بروکسل، پاریس او مسکو پر سفر روان شوي دي.
بل پلو د تېرې یکشنبې پر ورځ د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازی رولاند کوبیا وویل، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.
خو نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې د افغان حکومت شمولیت اړین دی او زیاته یې کړه چې دا ځل باید د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ پیل شي او واک یې هم باید له افغانانو سره وي.








