اروپایي ټولنه: د سولې بهیر باید د افغانانو په واک کې وي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازی رولاند کوبیا ویلي، د سولې په بهیر کې د افغان حکومت شمولیت اړین دی او زیاته یې کړه چې دا ځل باید د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ پیل شي او واک یې هم باید له افغانانو سره وي.
ښاغلي کوبیا نن یکشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو دوام دې پورې اړه لري چې راتلونکی افغان حکومت به څه ډول وي او څوک به په واک کې وي.
نوموړي وویل، اروپایي ټولنه له یوه داسې اسلامي امارت سره مرسته نه شي کولی چې په واکمنۍ کې یې د وګړو اساسي حقونه خوندي نه وي.
د اروپایي ټولنې استازي یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.
ښاغلي کوبیا وویل، د سولې په هر ډول هوکړه کې باید د اوربند ټکی موجود وي، ځکه روان تاوتریخوالی باید بند شي. د اروپایي ټولنې استازي وویل، افغانستان کې ټاکنې او د سولې بهیر دوه جلا بهیرونه دي او باید یو بل ته خنډ نشي.
ښاغلي کوبیا وویل، د ټاکنو ګټونکی او بایلونکی باید رسمي اعلان شوې پایلې ومني، ځکه چې راتلونکی حکومت باید په بشپړ واک او اعتبار سره د سولې په خبرو ګې ګډون وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا او طالبانو ترمنځ له څو میاشتو روانې د سولې خبرې تېره سپتمبر میاشت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا په ناڅاپي توګه ودرول شوې.
ولسمشر ټرمپ د خبرو درولو اعلان وروسته له هغه وکړ چې په کابل کې د طالبانو په یوه برید کې د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.
هغه مهال طالبانو د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه غندلې وه او ګواښ یې کړی و چې د خبرو درولو تر ټولو لوی تاوان به امریکا ته رسېږي.
تر دې دمه د دواړو خواو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلولو کوم رسمي اعلان نه دی شوی، خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد روانه میاشت اسلام اباد کې له طالب استازو سره وکتل.








