ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د موقت حکومت غوښتنه کړې

حکمتیار

د عکس سرچینه، EPA

د افغان ولسمشریزو ټاکنو یو کاندید ګلبدین حکمتیار وايي، افغانستان کې د شفافو ټاکنو او سولې د راتګ لپاره موقت حکومت ته اړتیا ده. ښاغلي حکمتیار نن 'جمعه دسمبر شپږمه ' د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کې اوسنی افغان حکومت 'د جګړې د دوام عامل او د سولې راتګ پر وړاندې خنډ ' وباله.

نوموړی وايي:

''د اوسني حکومت دوام په صورت کې سوله ممکنه نه ده. ''

د 'صلح او اسلامي عدالت 'په نامه د ښاغلي حکمتیار د ټاکنیزې ډلې پلویانو نن پلازمېنه کابل کې د هغه څه پر خلاف اعتراضونه کړي چې دوی یې 'پراخې درغلۍ ' بولي.

ښاغلی حکمتیار وايي:

''که ټاکنې دویم پړاو ته ځي، چې باید لاړې شي، او که احیاناً په ټول کې دغه ټاکنې باطلې وبلل شي او نویو ټاکنو ته اړتیا پېښه شي او ټول لوري هوکړه وکړي، په دواړو صورتونو کې موږ یوه موقت یا سرپرست حکومت ته اړتیا لرو. ''

نوموړي زیاته کړه:

''داسې حکومت چې تر څار لاندې یې شفاف انتخابات وشي او په ټاکنیز کمپاین کې له دولتي صلاحیتونو او امکاناتو ناوړه ګټه و انخلي. ''

نوموړي د افغان سولې خبرو بهیر ته په اشارې سره وویل:

''د حکومت مخالفان له دې حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي. ''

ښاغلی حکمتیار وايي:

''اوس وخت راغلی چې د امریکايي او طالب استازو تر منځ خبرې ودریږي او د سولې خبرو بهیر پرمختګ لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شي. ''

نوموړي وویل، له نورو هېوادونو غواړو چې د اوسني نامشروع نظام ملاتړ و نه کړي. ''

بل لور ته د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي:

''ولسمشر غني چې د ولسمشرۍ ټاکنو یو کاندید هم دی، د اساسي قانون او ټاکنیز قانون کې ټاکل شویو اصولو او قواعدو ته ژمن دی. د ولسمشرۍ کاندیدان د ټاکنو بهیر کې نه شي کولای د ټاکنو پایلو ته له خپلې سلیقې او تمایل سره سم لاره وټاکي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

نوموړی په همدې پيغامونو کې وايي:

''د ټاکنیزو اصولو او قواعدو مراعتول د ټاکنیزو ډلو د مشرانو مکلفیت دی. ''

د ټاکنو کمیسیون پر وړاندې نن د افغان ولسمشریزو ټاکنو یوه بل کاندید عبدالله عبدالله پلویانو په ننګرهار او بامیانو کې هم مظاهره وکړه. دغه ډله د درې سوه زره رایو د باطلولو غوښتنه کوي او په همدې اعتراض یې په ۷ ولایتونو کې د کمیسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.

د ټاکنو کمیسیون بیا وایي، له پلټنو او د رایو له بیاشمیرنې مخکې هیڅ رایه نه شي باطلولی.