حکمتیار: ولایتي چارواکو ټاکنو کې حکومتي ډلو ته کمپاین کاوه

د عکس سرچینه، Getty Images/AFP
د افغان ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ادعا کوي چې اوسنیو ټاکنو کې "والیان، ولسوالان او امنیه قومندانان د حکومتي ډلې لپاره کمپاینران وو او د همدې ډلو په ګټه یې ټاکنو کې درغلي کړې ده". نوموړی ادعا کوي چې حکومتي ډلو له پیله په ټاکنو کې درغلۍ ته لار جوړوله.
نوموړي نن یکشنبه (تله ۲۸/اکټوبر ۲۰) کابل کې یوه خبري غونډه کې د ټاکنو کمېسیون او حکومت په ټاکنو په درغلیو تورن کړل او خبرداری یې ورکړ چې که د دوی حق ورنه کړل شي، د "بدو پایلو مسؤل به همدوی وي".
ښاغلي حکمتیار زیاته کړه: "موږ له خپل حق دفاع کوو، له خپل حق د دفاع جرأت او ځواک هم لرو، هېڅکله تیري، ستم او اشغال ته نه یو تسلیم شوي او بیا به هم تسلیم نه شو. که دوی حق ته د رسېدو په برخه کې له موږ او زموږ له ملت سوله ییزه لار واخلي د بدو پایلو مسئول به دوی وي."
ښاغلی حکمتیار وايي: "موږ لپاره د ټاکنو د پایلو ځنډېده د توجیه او منلو وړ نه دي".
دی زیاتوي، تر اوسه چې د ټاکنو د پایلو په اړه کوم اعلانونه شوي، له حقیقت لرې او بې واقعيته دي. ده ادعا وکړه چې لاهم بایومټریک او بې بایومټریک رایې سره جلا شوې نه دي او د ده په خبره ناپاکې رایې تر پاکو ډېرې دي.

د عکس سرچینه، Ashraf Ghani Facebook
خو بل لور ته د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې یوه غړي رضوان د ګلبدین حکمتیار دا تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې ښاغلی حکمتیار له پیله د ټاکنو او دیموکراتیک بهیر مخالف و.
ښاغلي مراد بي بي سي ته وویل، که هره ډله په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه ثبوت لري نو د فېسبوک او خواله رسنیو پر ځای دې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته ورشي او خپل اسناد دې هغوی ته وسپاري.
رضوان مراد وایي، ګلبدین حکمتیار ان تر ټاکنو مخکې د درغلۍ خبره کوله او بیا بیا یې ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت غوښتونکی دی. نوموړي پر ټولو ډلو غږ وکړ چې ټاکنیز کمېسیونونه دې خپل کار ته پرېښودل شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم تر دې وړاندې بیا بیا ټینګار کړی دی چې په خپلو چارو کې په بشپړه توګه خپلواکه دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په دې بهیر کې لاسوهنه وکړي.
بل لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي رولاند کوبیا هم نن یکشنبه پر ټولو ټاکنیزو ډلو غږ وکړ چې د کمېسیون لخوا اعلانېدونکې پایلې ومني او جنجال رامنځته نه کړي.
خو دی لومړی ځل نه دی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلۍ په اړه شکایتونه کېږي. تر ښاغلي حکمتیار وړاندې هم د تېرو ټاکنو ګڼو نوماندانو پر ټاکنیزو کمېسیونونو او شمېر ډلو تورونه پورې کړې دي چې حکومتي اکمالات یې په ټاکنو کې د خپلې ګټې لپاره کارولي دي.









