حکمتیار: ټولې اچول شوې رایې دې بیا وشمېرل شي

جکمتیار

د عکس سرچینه، Hekmatyar Facebook

د عکس تشریح، ګلبدین حکمتیار د ټاکنو له ورځې راهیسې بیا بیا په دې پروسه کې د درغلۍ تورونه لګولي دي

د افغانستان تېرو ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزو لانجو په درشل کې په صندقونو کې د اچول شویو ټولو رایو د بیا شمېرنې غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو درېیو ټیمونو د رایو بیا شمېرنې له روان بهیر سره پرېکون اعلان کړی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او عدالت ټیم او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت هغه ټیمونه دي چې تر بیا شمېرلو مخکې یې د رایو د چاڼ غوښتنه کړې ده.

خو اوس ښاغلی حکمتیار ټینګار کوي چې د ټولو رایو له سره شمېرل اوسنی ناورین له منځه وړلی شي.

ولسمشرۍ ته دغه نوماند همدا راز په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو وغوښتل چې د دې هېواد په ټاکنو کې بې پرېتوب غوره کړي کړي:

"موږ په دې تینګار لرو، چې د رایو بیا شمېرنه دې حتمي وشي، ځکه چې په اړه یې اختلاف شته، نوماندان سره توافق نه لري. دا د نوماندانو په هوکړه پورې تړاو لري، دا بیا شمېرنه باید وشي، خو دا اړینه ده چې باید ټول صندقونه د نوماندانو د څارونکو په حضور کې د معتبرو اسنادو په لرلو سره وشمېرل شي. دا د حل لار نه ده چې یو شمېر صندوقونه دې وشمېرل شي. هغه هم د یوه ټیم په خوښه، د ۱۷ټیمو له ډلې یو یې ټینګار کوي چې یو شمېر صندوقونه دې بیا و شمېرل شي، دا د منلو وړ خبره نه ده، موږ له بیا شمېرلو سره ستونزه نه لرو، خو په دې شرط چې ټول صندوقونه پکې شامل وي او د ټولو نوماندو د څارونکو تر څار لاندې وي ".

ټاتکنې

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د عکس تشریح، حکمتیار او عبدالله د هغو نوماندانو له ډلې دي چې د رایو د بیا شمېرنې له روان بهیر سره اختلاف لري

ښاغلي حکمتیار وویل، که په کار کې شوم نیت او پلان نه وينو باید د ټولو صندوقونو د رایو د بیا شمېرنې مخه ونه نیول شي. د ده په وینا، که دا د حل لار وي او ناسم پوهاوی له منځه وړي ولې باید ټول صندقونه ونه شمېرل شي. نوموړي وویل، د یو نیم میلیون رایو بیا شمېرنه هم له یوې اونۍ کم وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د بیا شمېرنې او ارزونې بهیر په پنځلسو ولایتونو کې بشپړ شوی دی. د چارواکو په خبره، دغه لړۍ په دیارلسو نورو ولایتونو کې روانه ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات بي بي سي ته وویل، په بدخشان، تخار، فاریاب، سرپل، جوزجان او پنجشېر ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر د ځینو خنډونو له امله نه دی پیل شوی.

خو د ګلبدین حکمتیار ترڅنګ د عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او یو شمېر نورو نوماندانو ټاکنډلې هم د رایو د بیا شمېرنې له روان بهیر سره اختلاف لري.

ښاغلي عبدالله دوه ورځې وړانډې یو ځل بیا د ټاکنو کمېسیون په دې تورن کړی چې د ټولې پروسې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او د یوه نوماند په خوښه کړنې کوي.