ټاکنو کمېسیون د رایو ابطال په تړاو د عبدالله ډلې غوښتنه رد کړه

د ټاکنو کمېسیون نن وویل دا رایې قانوني دي او داسې هېڅ سند نه شته چې په اساس یې دغه رایې باطلې شي.

د عکس سرچینه، IEC

د عکس تشریح، د ټاکنو کمېسیون نن وویل دا رایې قانوني دي او داسې هېڅ سند نه شته چې په اساس یې دغه رایې باطلې شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د رایو د ابطال غوښتنه رد کړه.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې دوی ته قانون لومړیتوب لري او د هېڅ چا د غوښتنو پر اساس د ټاکنو قانوني بهیر مخته نه وړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي ول چې نژدې ۳۰۰ زره رایې باطلې کړي. دغې ټاکنیزې ډلې ویلي ول چې ۳۰۰ زره رایې یا د بایومټریک معلومات نه لري او یا هم له ټاکلي وخت مخکې او وروسته اچول شوې دي.

خو د ټاکنو کمېسیون نن وویل دا رایې قانوني دي او داسې هېڅ سند نه شته چې په اساس یې دغه رایې باطلې شي.

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د ۳۰۰ رزه جنجالي رایو په اړه وویل چې هم بایومټریک معلومات لري او د دغو ټولو رایو د پایلو په فورمو د ټاکنیزو ډلو او ټاکنڅارو ډلو لاسلیکونه شته چې د اغلې نورستانۍ په خبره دا ښيي چې له ټاکلي وخت مخکې او وروسته رایې نه دي کارېدلي.

ټاکنو کمېسیون اوس د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې دی چې د ۲۶ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه یې بشپړه کړې

د عکس سرچینه، IEC

د عکس تشریح، ټاکنو کمېسیون اوس د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې دی چې د ۲۶ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه یې بشپړه کړې.

ټاکنو کمېسیون اوس د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې دی چې د ۲۶ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه یې بشپړه کړې او د دغه کمېسیون په خبره چې د یوه بل ولایت د رایو بیا شمېرنه به هم ژر بشپړه شي.

خو په اووه ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر څنګ ځینو نورو ټاکنیزو ډلو د رایو د بیا شمېرنې د بهیر مخه نیولې ده او کمېسیون ته اجازه ورکوي چې دا بهیر په دغو ولایتونو کې پیل کړي.

ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي دي چې د ۳۰۰ زره هغه رایې چې دغه ډله یې تورې بولي، که باطلې نه شي په دغو اووه ولایتونو کې به د رایو د بیا شمېرنې لپاره اجازه ورنه کړي.

ټاکنو کمېسیون ویلي چې که په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې لپاره بیا هم اجازه ورنه کړل شي، د قانون له مخې به په اړه راتلونکې پرېکړې وکړي. خو کمېسیون دا نه دي ویلي چې راتلونکې ګامونه به څه وي.

ټاکنو کمېسیون وايي چې د چا تر فشار لاندې نه راځي او پکار ده چې معترضې ټاکنیزې ډلې د اعتراض په صورت کې شکایتونو کمېسیون ته خپل شکایتونه ثبت کړي.

بل لور ته د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي دي چې که کمېسیون د دوی غوښتنې ونه مني، پراخ اعترضونه به پیل کړي. خو دغه ډلې ویلي دي چې اعتراضونه به سوله ییز وي.