هغه ۵۰ ښځې چې له دوی پرته افغانستان کې ځانګړي عملیات نه کېږي

د کابل د ختيځې څنډې په یوه لوی نظامي مرکز کې د مېرمنو يوې ډلې د غره لمن ته نژدې ډزې کولې.
پوځي یونیفورم یې اغوستی، په زغروالو او محافظتي خولیو هم سمبالې وې. تور رنګه M4 ټوپکونه یې په لاس خپلې نښې یې پخولې. دوی د افغان ځانګړو ځواکونو پوځیانې وې.
ما يې دوه ورځې سخت او درانه پوځي تمرینونه او نښه ويشتنه له نژدې ولیده. هغه څه دي چې دوی له نورو ځانګړې کوي.
د مېرمنو دا ډله په افغان پوځ کې یوازېنۍ هغه ده چې کار یې عملیاتي بڼه لري او عملاً په جنګي عملیاتو کې برخه اخلي.
دوی د افغان حکومت مخالفو ډلو پر وړاندې په سختو او پېچلو عملیاتو کې ونډه لري، خو کله چې بېرته نظامي مرکز ته راګرځي په دوامداره بڼه پوځي تمرینونه او روزنه ورکول کېږي.
د بریدونو او چاپو پرمهال دوی له چورلکو راکوزېږي. بیا ټاکلي هدف ته د رسېدو لپاره پلي مزلونه کوي.
د ښځینه ځانګړو ځواکونو اصلي دنده، په نښه شویو کورونو او سیمو کې د ښځو او ماشومانو پلټل او له هغوی څېړنه ده.
جمیله یو نیم کال کېږي چې ځانګړو ځواکونو ته راغلې په بیلابیلو عملیاتو کې یې ونډه اخیستې.
هغه وايي: "کله چې په نښه شوي کورته ننوځو مېرمنې او ماشومان تلاشي کوو بیا یې یو امن ځای ته وړو او څېړنه ترې کوو ماشومانو باندې پام کوو چې ونه ډار شي. یو ځل پکتیا کې د عملیاتو پرمهال نجونو ټپي هلکانو سره مرسته کړې وه او دوی یې ژغورلي و. که څه هم دنده یې مالومه وه."

اوس د افغان حکومت په ځانګړو پوځي عملیاتو کې- هغه که شپني یا ورځني وي- ښځینه ځانګړي ځواکونه ګډون کوي او له دوی پرته هېڅ عملیات نه کېږي.
د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قومندان محمد فرید احمدي وايي، دغه سرتېرې له نارینه پوځيانو سره د هغو کورونو په پلټلو کې مرسته کوي چې شک پرې کېږي.
د نوموړي په خبره، د جګړې په ډګر کې دې سرتېرو ته اړتیا حس کېده: "په زیاترو عملیاتو کې چې موږ د په ټول افغانستان کې کول، دښمن په مکارۍ او فرېب هڅه کوله چې ښځو کې ځانونه پټ کړې یا وسلې او مهمات هغوی ته ورکړي او ځان بېګناه وښيي نو اړتیا وه چې دوی پوځ ته راشي."

د ښاغلي احمد په خبره، "له ۲۰۱۰ کال وړاندې د ناټو پوځي مېرمنو دا کار کاوه خو له هغه وروسته موږ خپل ظرفیت لوړ کړ او مېرمنې مو په ځانګړو ځواکونو لیکو ته جذب کړې. زموږ د ځانګړې قطعې له پوځي مېرمنو پرته هېڅ عملیات نه کېږي هغه که شپني وي یا ورځیني."
یوازې ۵۰ مېرمنې
ښځې په ۲۰۱۱ کال د افغان ځانګړو ځواکونو لیکو کې وګمارل شوې، هغه ځواک چې تر نورو امنیتي او دفاعي ځواکونو غښتلی او غوره ګڼل کېږي، خو دغو ځواکونو کې د مېرمنو شمېر لا هم له۵۰ نه اوړي.
مګر په ټول افغانستان کې بیلابیلو ولایتونو ته د عملیاتو لپاره استول کېږي او د هرو ځانګړو عملیاتو پرمهال د دې مېرمنو له ډلې لږ تر لږه د دوه و حضور اړین دی.
وړې ډلې یې په پلازمېنه کابل، او د بېلابېلو ولایتونو په هوايي ډګرونو او پوځي مرکزونو کې ځای پرځای شوي او له ځانګړو ځواکونو سره ټولو عملیاتو کې ښکېلې دي.
د ښځینه ځانګړو ځواکونو قومندانې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي راته وویل دوی باید تل د تیارسئ په حال کې واوسي. هغه وايي "زموږ دندې سملاسي دي. له وړاندې مو نه خبروي او ځای یې هم مشخص نه وي، درې یا څلور ساعته وړاندې راته وايي چې عملیات لرو، نو نجونې تیارېږي، لنډ معلومات ورکول کېږي او ځي د عملیاتو په لور."
دې قومندانې د خپل ځان په اړه وویل چې په امریکايي فلمونو کې د پوځي مېرمنو په لیدو یې له نظامي کېدو سره مینه پیدا شوه.

اته کاله وړاندې د کورنۍ په خوښه ځانګړو ځواکونو ته راغله او تر هغه دوه کالو وروسته قومندانه وټاکل شوه.
دغو پوځيانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۱۰۰ ډېرو عملیاتو کې ونډه اخیستې، خو وايي د وظیفې محرمیت او دا چې خپلوان او ګاونډیان یې د پوځي ښځو په اړه ښه فکر او باور نه لري، نو ځکه له دې هم خبر نه دي چې د ښځینه ځانګړو ځواکونو قومندانه ده، فکر کوي چې په یوه خصوصي شرکت کې دنده لري.

د ځانکړو ځواکونو نورې نجونو هم کیسې درلودې، خو د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې د دغو ښځينه پوځیانو وړه ډلګۍ وايي، د وسلې په اوچتولو د نارينه سرتېرو سره اوږه په اوږه د ناامنۍ پر ضد او هم له هغو باورونو سره جګړه کوي چې په پوځ کې د کار سخت او ناسم بولي.








