ولسمشر غني: ولس د طالبانو تاوتریخوالي ته نه تسلیمېږي

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني وایي، تاوتریخوالی به د دې سبب شي چې ولس د طالبانو پر وړاندې ودرېږي

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، طالبان دې په دې پوه شي چې په تاوتریخوالي نشي کولای چې افغان ولس تسلیمېدو ته اړ باسي. ولسمشر غني زیاتوي، که تاوتریخوالی دوام وکړي نو ولس به اړ شي له طالبانو سره هم هماغه چلن وکړي چې له داعش ډلې سره یې وکړ.

ولسمشر غني د سه شنبې پر ورځ د نظامي ښځینه و د سولې او امنیت په لومړني کنفرانس کې وویل، افغان امنیتي ځواکونه او ولس توانېدلي دي چې داعش ډله په ننګرهار کې له منځه یوسي، او ژر به یې د افغانستان له نورو برخو هم ورکه کړي.

ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغان ولس او حکومت سوله غواړي، خو داسې یوه سوله چې په هېواد کې د تلپاتې امنیت او ثبات تضمین وکړي.

د ده په وینا، سوله په حکومت او یا کومې ځانګړې ډلې یا قام پورې اړه نه لري، بلکې د ټول ولس سوله ده.

داعش

د عکس سرچینه، Anadolu Agency

د عکس تشریح، ولسمشر غني وایي، په ننګرهار کې د داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې ده

په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد د عملیاتو په اړه ولسمشر غني وویل، هغه هدف چې په درنو بمونو ترلاسه نشو، د ولس په ارادې ترلاسه شو او داعش ډله وځپل شوه.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان دوښمنان باید پوه شي چې اوس له کمزوري حکومت او کمزورو امنیتي ځواکونو سره نه دي مخ، او افغان امنیتي ځواکونو ثابته کړې چې د هېواد دفاع کولی شي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې طالبانو ته خپل پیغام ورکوي چې پرون دوشنبه دې ډلې پر افغان حکومت تور ولګاوه چې په بیجنګ کې د افغان سولې په تړاو کېدونکې ناستې ته خنډونه جوړوي.

د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي وو، ستونزه د افغان حکومت له خوا د ګډونوالو د برابر شوي لېست او د غونډې د اجندا پر سر را ولاړه شوې.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images / ARG

د عکس تشریح، طالبان وایي، د افغان حکومت بیجنګ کې د سولې په اړه کېدونکې ناستې ته خنډونه جوړوي

دغه طالب چارواکی ویلي وو، افغان حکومت هڅه کوي چې د بیجینګ غونډې ته د بین الافغاني مذاکراتو بڼه ورکړي، خو د ده په باور، د بیجینګ ناسته له سره یوازې دیالوګ ته ځانګړې شوې وه، او هغه داسې چې ګډونوال به یې له کومې پریکړې پرته خپل نظرونه څرګندوي.

خو بل لورته د سولې په برخه کې د افغان دولت وزارت وایي، دوی له خپله اړخه د بیجینګ غونډې ته چمتوالی لري او د کوربه هېواد او طالبانو د چمتوالي د اعلان په تمه دی.

بله خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم تېره اوونۍ اعلان وکړ چې حکومت یې له طالبانو سره پر یوه نوې هوکړه کار کوي، خو په دې اړه نور جزییات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.