ننګرهار چارواکي وايي، سلګونه داعش وسله والو له کورنیو سره ځانونه ورسپارلي

د عکس سرچینه، ننګرهار ولايت رسنيو دفتر
د افغانستان په ختیځ کې چارواکي وايي، د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو یوه بله ډله دوی ته تسلیم شوې ده. د افغانستان دفاع وزارت منلې چې ننګرهار کې تېرو دوو اونیو اوږدو کې د داعش ډلې شپږ سوه غړي له خپلو کورنیو سره دوی ته ورغلي دي.
په دې کسانو کې بهرنیا هم شته. په جلال اباد کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی د ځايي چارواکو له قوله وايي، د داعش وسله والو وروستۍ ډله چې پرون له غرمې وروسته له دوی سره یو ځای شوې ده، شمېر یې ۱۳۹ کسانو ته رسېږي.
چارواکي وايي، دې ډله کې نژدې ۱۱۰ ښځې او ماشومان شامل دي. د اچین ولسوال عاشق الله سادات وايي، په دې ډله کې ډېری شامل ښځې او ماشومان د خیبر پښتونخوا ایالت اوسېدونکي دي.
چارواکو ویلي، نن (جمعه) هم ځینې وسله وال او کورنۍ ورغلي چې تسلیم شي، خو دوی یې شمېر نه دی یاد کړی.
د 'اسلامي دولت' نومي ډلې داعش افغان حکومت سره په دومره لوی شمېر کې د دې کسانو د تسلمېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو وسله والو طالبانو ويلي، د دوی په خبره دا تسليم شوي وسله وال او د کورنۍ غړي يې په دې ولسوالۍ کې دوی سره په جګړو کې مات شوي او ادعا یې کړې چې حکومت ژغورلي دي.
له دې مخکې وړمه ورځ په ننګرهار کې چارواکو وویل، نژدې اتیا داعش وسله وال دوی ته تسلیم شوي، چې په وینا یې ۱۳ پکې د خیبر پښتونخوا د اورکزیو سیمې اوسېدونکي دي.
له دې مخکې چارواکو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷۲ کسانو تسلمېدو خبره کړې وه، چې په وینا یې ۱۹ مېرمنې، ۳۵ ماشومان دي، چې درې سړي او درې مېرمنې پکې د اردن اوسېدونکي دي.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency
دا وروستیو کې د افغانستان د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر مسعود انداربي په ننګرهار کې وویل، داعش يې په ننګرهار کې سخت ځپلي او طالبان هڅه کوي له دې ډلې نيول شوې سیمې ونیسي، خو لا هم دا ډله د دې ولايت د هسکې مېنې، اچين، پچيراګام او خوږیاڼو ولسوالیو په لرې پرتو سيمو کې فعاليت کوي.
د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې لا هم د طالب او داعش وسله والو ترمنځ د سيمو نیولو پسې د جګړو له امله وخت ناوخت خلک خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کېږي.








