غني: طالبان د افغانستان د راتلونکي لپاره هېڅ طرحه نه لري

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبان د افغانستان لپاره هېڅ کومه طرحه نه لري. ښاغلي غني نن 'اګست ۱۷ ' د ټاکنیز کمپاین لړ کې د لویې جرګې تالار کې وویل، د طالبانو لپاره نوې خبرې لري:
"که غواړئ چې د اسلامي جمهوریت تر چوکاټ لاندې راشي. هرکله دې راشي. هوکړه ورسره کولی شو، خو بالاخره که د تېرېدو پړاو څو کلونه وخت هم ونیسي سمه ده، باید ټاکنې ومني، خو دا چې د تل لپاره له یوه وچ فارمول سره راشئ او د څو ورځو له کبله د افغانستان د ټولو نسلونو راتلونکي خراب کړئ، دا کار نو ناممکن دی."
له دې مخکې په دوحه کې د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دوی له امریکایانو سره احتمالي تړون کې د جنجالي ټکو په اړه خپلې خپل منځي خبرې نهایي کړي او راتلونکو خبرو ته چمتو دي.
بل لور ته د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان کوټې په یوه جومات کې بمي چاودنې د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور وواژه او لږ تر لږه شل تنه یې ټپیان کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
طالب سرچینې، د ملا هبت الله د ورور وژل کېدل دردوونکې او خواشینوونکې پېښه بللې او ویې وویل، دوی یې په اړه تحقیق کوي، خو په خبره یې د سولې خبرې به روانې وي.
یادې سرچینې دا هم ویلي، دوی پر اختلافي مسئلو خپل منځي بحثونه بشپړ کړي او د سولې خبرو کې د نهم پړاو لپاره امریکایانو ته په تمه دي.
د طالبانو دغه سرچینه وايي، تمه ده چې راتلونکې خبرې به روانه اوونۍ پیل شي او دا ځل خبرې به ډېرې لنډې وي؛ ځکه چې په خبره یې دواړه غاړې پر اختلافي ټکو له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کړي دي.
په ورته وخت کې تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو د خپل حکومت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او سلاکارانو سره کتلي دي.
ښاغلي ټرمپ په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دا یوه ښه ناسته وه او ویلي یې دي که شونې وي دوی او په دې ۱۹ کلنه جګړه کې د دوی په مقابل لوري کې ډېر یوه جوړ جاړي ته د رسېدو هڅه کوي.
په ځايي وخت د جمعې د ورځې په ماسپښین ولسمشر ټرمپ د خپلو نژدې سلاکارانو په ګډون له مرستیال ولسمشر مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دفاع له وزیر مارک اسپر، د پوځ له ستر درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ، د ملي امنیت له سلاکار جان بولټون او د سي ای اې له مشر جینا هسپل سره غونډه کړې.
دغه غونډه له میاشتو راهیسې د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري شوی پرمختګ څېړل ښوول شوي.

د عکس سرچینه، TALIBAN
په همدې مهال زلمی خلیلزاد لا هم په دې لټه کې دی چې طالبان دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کېږدي.
که څه هم له غونډې وروسته د سپینې ماڼۍ ویاند هوګن ګیډلي په یوه خبر پاڼه کې وویل چې دغه غونډه ډېره ښه تېره شوه او دا چې مذاکرات به پرمخ ځي خو د دفاع وزارت سرچینو د نوم د نه اخیستو په صورت کې ویلي چې لا هم د دواړو غاړو ترمنځ د اختلاف ټکي شته او ښايي له طالبانو سره د سولې دا خبرې نهم پړاو ته ننوځي.










