ارګ: د امریکا د پالیسیو په اړه مو سپیناوی غوښتی

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د یوشمېر امریکایي چارواکو د څرګندونو او د هغه هېواد د پالیسیو په تړاو یې له واشنګټنه د وضاحت غوښتنه کړې.
ارګ په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې نه دي ویلي، چې د امریکايي چارواکو کومې خبرې ورته ګونګې دي.
ارګ که څه هم د کوم امریکایي چارواکي نوم نه دی اخیستی، خو نن وختي امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ غوښتنه وکړه چې د افغانستان په جګړې کې باید روسیه، هند او پاکستان ښکېل شي.
په ورته مهال د امریکا متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک مایلي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، له ولسمشر محمد اشرف غني سره د امریکا لوی درستیز خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتېژۍ د مثبت تاثیر، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او پر خپل ځان د بسیاینې په خاطر د افغانستان د پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
اعلامیه زیاتوي، ولسمشر غني په دې کتنه کې وویل، افغان حکومت د اصلاحاتو په اړه لازم پروګرام لري او پر مثبت لوري د حرکت په حال کې دی.
له دې مخکې ښاغلي ټرمپ د افغانستان د جګړې د پایلې په اړه ناخوښې څرګنده کړه او ویلي دي چې دې هېواد کې شویو لګښتونو ځای نه دی نیولی.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۹ کال د کابینې په لومړۍ غونډه کې وویل، افغانستان پخوانی شوروي په روسیه بدل کړ.
د هغه اشاره پر افغانستان د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د پخواني شوروي یرغل ته وه، چې امریکا پکې د افغان مجاهدینو ملاتړ وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ پر افغانستان د دغه یرغل یادولو سره وویل، چې روسیې په افغان جګړه کې ماتې وخوړه.
"روسیه پخوانی شوروي و، افغانستان په روسیه بدل کړ، ځکه هغوی افغان جګړه کې ډیوالي شول".
ښايي له ډوپه کېدو یا دېوالیه کېدو د ډونلډ ټرمپ منظور دا وي چې پخوانی شوروي افغانستان کې له اقتصادي پلوه مات شو.
د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د مقدس جهاد د اعلان په طرفدارۍ او د هغه یرغل د غندلو په هکله نړۍ بشپړه اجماع درلوده.
له دې مخکژ ولسمشر ټرمپ وویل، افغان جګړه کې ښکېلو جنرالانو چې څومره پیسې یې غوښتې ور یې کړې، خو بیا هم طالبان او داعش د یو بل پرضد ونه جنګېدل.
"ما خپلو جنرالانو ته ټولې هغې پیسې ور کړې چې دوی غوښتلې، خو هغوی افغانستان کې ډېر ستر کار ونه کړ، چې تمه یې وه، مټیس ته مې یو کال ۷۰۰ میلیارده ډالر ور کړل بل کال مې اوه سوه شپاړس میلیارده ډالر، جنرال مټېس ډېره مننه وکړه، مګر هغه افغان دنده کې ډېر ښه نه وو. څنګه چې اوباما له دندې لرې کړ ما هم لرې کړ".
د روسیې د مداخلې غوښتنه

د عکس سرچینه، .
ډونلډ ټرمپ له وسلوالو سره د جګړې په برخه کې زیاته کړه، اوس د دې وخت دی، چې روسیه، هند او پاکستان افغانستان کې جګړه وکړي.
"هند هلته دی، پاکستان هلته دی، هغوی باید جګړه وکړي، روسیه باید هلته جګړه وکړي. افغانستان ته شوروي، ځکه لاړ چې هلته ترهګر ور تلل. روسیې هلته د تللو حق درلود".
نوموړی وايي، اوس ولې هلته هند، پاکستان یا روسیه نشته او امریکا له شپږ زره میله لرې ورغلې ده.
خو پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل پر مهال ترهګر کلیمه هم نه وه.
هغه مهال افغانستان کې د کمونستانو د غوايي انقلاب ضد پاڅون وروسته مسکو افغانستان ته سرې لښکرې ولېږلې.
ښايي همدا وجه وه چې د ډونلډ ټرمپ دې څرګندونو ته خواله رسنیو کې هم په ملنډو غبرګون ښودل شوی دی.
د امریکا د تاریخ اوږده جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د پخواني شوروي په هکله د ډونلډ ټرمپ دا خبرې په داسې مهال دي چې خپله متحده ایالتونه د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه افغانستان کې لري.
ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین کې ویل چې افغان- امریکا جګړه به ختموي.
نوموړي تېره میاشت له سوریې د ټولو امریکايي پوځیانو-چې دوه زره کېږي- د اېستلو خبره وکړه.
له دې خبر وروسته امریکايي رسنیو وویل، سپینې ماڼۍ له پنټګان غوښتي چې له افغانستان نیمايي سرتېري اېستل غواړي.
له دې پرمختیاوو سره د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس استعفا ور کړه او ویې ویل د ډونلډ ټرمپ له ځینې پرېکړو سره جوړ نه دي.
خو پرون ډونلد ټرمپ پر پخواني دفاع وزیر جېمز متیس نیوکه وکړه، چې ښه دنده یې افغانستان کې تر سره نه کړه، ځکه یې له دندې لرې کړ.
ټرمپ: افغانستان کې د مودي کتابتون ته څوک ځي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ پرونیو خبرو کې د هند د لومړي وزیر نرېندر مودي په یوه خبره هم ملنډې ووهلې.
"مودي ماته بیا بیا ویل چې افغانستان کې یې کتابتون جوړ کړی دی. تاسو پوهېږئ دا څومره ارزښت لري، لکه موږ پنځو ګړیو مصرف.
د نوموړي په خبره، "د مودي د بیا بیا یادېدلو مطلب دا و چې مننه ترې وکړو، خو زه نه پوهېږم چې دغه کتابتون ته څوک ورځي که نه".
نوموړي دا روښانه نه کړه چې له دې کتابتون یې مطلب کومه پروژه ده، خو هند له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان کې تر درې میلیارد ډالرو مصرف کړی دی.
هند کابل کې د یوې لېسې پر جوړولو سربېره هر کال افغان زدکوونکو ته زر سکالرشیپونه ور کوي.
د افغانستان ملي شورا ته یې پر ۲۰۱۵ کال نوې وداني جوړه کړه.
افغانستان ته یې د هرات سلمان بند جوړ کړ.
همدارنګه له ازبکستان افغانستان ته د برېښنا غځولو په څېر مختلفو پروژو کې کې تخنیکي مرستې هم کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images








