د افغانستان په څېر د نړۍ بل هېواد د امريکا د زوال ښه سمبول نشي کېدى

د عکس سرچینه، Getty Images
نيويارک ټايمز "له افغانستان د وتلو مهال" ترسرليک لاندې يوه شننه خپره کړې او وايي امريکا افغانستان کې پر داسې ماموريت له خپلې مالي وړتيا دېرې پيسې لگوي چې شونې ده له ستراتيژيکو سيالانو سره مرسته وکړي.
نيويارک ټايمز وايي د نړۍ هېڅ يو هېواد د افغانستان په څېر د امريکا د زوال ښه سمبول نشي کېداى.
پر طالبانو پوځي برى نژدې ناشونى دى او شونتيا هم ډېره کمه ده چې امريکا دې دغه هېواد کې يوه پايدونې ولسواکي تر شا پرېږدي.
د ورځپاڼې په وينا دا هغه واقعيتونه دي چې د واشنگټن تگلاره جوړونکې ټولنه يې تر ډېره د منلو جوگه نه دي.
ورځپاڼه وايي امريکايي ځواکونه له هغو وگړو د ځان ساتنې لپاره د فولادي کانکريټي ديوالونو تر شا ه مېشت دي چې ټاکل شوې د هغوى مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ليکوال په باور دا جالبه ده چې افغنستان د واشنگټن په حکومتي او رسنيزو کړيو کې په څومره کمه کچه د بحث موضوع گرځي.
کله چې افغانستان يادېږي نو واشنگټن هغه ښار دى چې د شرم او زړه تنگوالي خپلو ديوالونو تر شاه ځان پټوي.
ليکوال وايي دا په داسې حال کې ده چې چينايان، پاکستانيان، هنديان او ايرانيان په افغانستان کې د انرژۍ او کانونو پروژې پلي کوي.
مطلب کې راغلي سره له دې چې امريکا افغانستان کې هر کال ٤٥ ميليارډ ډالر لگوي داسې برېښي چې دغه هېواد کې يې سوداگريز راتلونکى تت وي.
ليکوال وايي موږ بايد ځان ته ریښتوني اوسو.
افغانستان داسې يوې سترې او خورا گرانبيې الوتک وړونکې بېړۍ ته ورته دى چې موږ يې په جوړولو لگيا يو. داسې يو شى چې د پرمختللو توغنديو د تکنولوژۍ په پېر کې په زياتېدونکي ډول له موده لوېدلې.
ليکوال وايي افغانستان د امپراتورۍ د بدن يو زوړ پاتې شونى غړى دى او د دې مهال را رسېدلى چې موږ يې پرېږدو.
اسامه:"امریکا به وشرمېږي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان اوڅار ژورنالست حامد مير دې نيوز ورځپاڼې لپاره مطلب کې لیکلي "اسامه بن لادن شل کاله وړاندې د امريکا او ترهگرو تر منځ د خبرو وړاندوينه کړې وه.
لیکوال وايي د ٢٠١٨ م کال په وروستيو مياشتو کې افغانستان کې د سولې د هيلو وړانگې را وټوکېدې او که نوى کال په سعودي کې د امريکا، طالبانو او افغانستان ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختگ وشي نو د هيلو دا پلوشې په ٢٠١٩ م کال کې د څراغ په رڼا بدلېدلى شي.
ليکوال وايي يوه لسيزه وړاندې د دې سوچ هم نشوى کېدى چې امريکا به طالبانو سره خبرو ته حاضره شي خو اوس نه يوازې دا چې طالبانو سره بلکې ځينې امريکايي او لوېديځوال کارپوهان دې ته چمتو دي چې القاعده هم د سولې په خبرو کې راښکېله کړي.
د ليکوال په باور سعودي کې د خبرو راتلونکي پړاو کې ښايي د ځينو طالب بنديانو پر پرېښودو پرېکړه وشي او امريکا پر طالبانو فشار راوړي چې افغان حکومت سره هم خبرو کې شامل شي.
حامد مير ليکي اسامه بن لادن نوموړي سره په يوه مرکه کې ويلي و چې امريکايان موږ ترهگر بولي او پاکستان يې ملاتړ کوي، خو زما دا خبرې په ياد ولره "امريکايان به اوږدمهال لپاره دلته شرم سره مخ شي، هغوى به ماتې وخوري او له ترهگرو سره به خبرې وکړي.
د بالیووډ ستر خان

د عکس سرچینه، Getty Images
ټايمز اف انډيا د باليووډ پښتانه ستوري قادرخان مړينې ته د هندي ستورو غبرگونونه راخيستې.
قادرخان پرون د ٨١ کالو په عمر په کاناډا کې ومړ.
د هند وتلي ستوري اميتاب بچن پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي، قادرخان ډېر مهربان کس، د سټيج پر سر ښه هنرمن او د فلمونو په برخه کې يو بشپړ استعداد و.
ښاغلي بچن ويلي چې قادرخان د هغه په ډېرو ښو فلمونو کې يو خوشالوونکى ملگری و.
بل وتلي فلمي لوبغاړي ليکلي د باليووډ تر ټولو ستر خان ستا روح دې ښاد وي. دى وايي قادرخان د يوه لوبغاړي پرتله ډېر څه و.
د هند د کارگرو د ټولنو وزيره سمېرتي ايراني چې خپله هم پر ټلويزيون د هر کور کيسه په نامه سريال کې د تولسي په نامه لوبېدلې وايي په خواشنۍ سره چې قادرخان مې هېڅکله ونه ليد، که مې کتلى وى نو ورته به مې ويلي وى مننه چې زموږ په شونډو دې خندا راوسته، ستا له هنره مننه.








