"د سي ای اې ملاتړي ځواکونه ولسي افغانان وژني او ربړوي یې"

د عکس سرچینه، AFP
نيويارک ټايمز په يوه خپاره کړي مطلب کې د هغو افغان ځواکونو په تړاو ليکلي چې د سي اې اې په څار فعاليت کوي.
ورځپاڼه وايي دغه ځواکونه د ملکي وگړو د مرگژوبلې مخنيوي په برخه کې لږ پام کوي.
ورځپاڼه وايي افغان پوځيان او پوليس چې د دغه هېواد په لرو بر کې په کمساري ډول ډېر وژل کېږي، د سي اى اې په څارنه افغان ضربتي ځواکونه توانېدلي چې د حقاني ډلې او داعش پر وړاندې ودرېږي.
خو دغه ځواکونه د جگړې په ډگر کې د ملکيانو د ساتنې قوانينو او محدوديتونو ته له پام پرته عمل کوي. شپني عمليات ترسره کوي، ولسي وگړي وژني او ربړوي يې.
ځينو افغان او امريکايي چارواکو ورځپاڼې ته ويلي د دغو ځواکونو پټ عمليات د افغان بنسټونو د ودې لپاره د امريکا پراخې هڅې کمزوري کوي.
دا جگړييز ځواکونه چې همداراز د ترهگرو د لټون ډلو په نامه هم يادېږي د سي آى اې له لوري استخدامېږي، سمبالېږي او روزل کېږي.
دغو ځواکونو ته د عادي افغان سرتېو پرتله نژدې درې برابره تنخا ورکول کېږي.
د ورځپاڼې ژورناليستانو پر ملکي وگړو د دغو ځواکونو د بريدونو په تړاو شوي مکرر شکايتونه کتلي دي.
د امريکا ستارز او سترېپس ورځپاڼه وايي تېرکال ١٨ امريکايي پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې د دغو اتلسو سرتېرو انځورونه او ژوندليکونه هم خپاره کړي دي.
گارډين ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د مشر کرام الدين کريم چې اوس يې دنده ځنډول شوې، څرگندونې راخيستې.
نوموړي د فرانسې له خبري ژانس سره په خبرو کې پر ځان د فوټبال د ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې لگېدلي تورونه رد کړي دي.
کرام الدين کريم ويلي دا يوه توطيه ده او هغو نجونو د پناه غوښتنې د خپلو قضيو د پياوړي کېدا لپاره دا تورونه جوړ کړي دي.








