ټرمپ: مقابل لوري سره د افغان جګړې ختمولو ممکنه جوړجاړی لټوو

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو د خپل حکومت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او سلاکارانو سره کتلي دي.
ښاغلي ټرمپ په خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې دا یوه ښه ناسته وه او ویلي یې دي که شونې وي دوی او په دې ۱۹ کلنه جګړه کې د دوی په مقابل لوري کې ډېر یوه جوړ جاړي ته د رسېدو هڅه کوي.
په ځايي وخت د جمعې د ورځې په ماسپښین ولسمشر ټرمپ د خپلو نژدې سلاکارانو په ګډون خپل مرستیال ولسمشر مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دفاع له وزیر مارک اسپر، د پوځ له ستر درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ، د ملي امنیت له سلاکار جان بولټون او د سي ای اې له مشر جینا هسپل سره د رخصتۍ پر مهال د نیوجرسي په ایالت کې سره کیناستل څو له میاشتو راهیسې د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري شوی پرمختګ وڅېړي او په احتمالي ډول دغه هوکړه تایید کړي.
له غونډې وروسته ولسمشر ټرمپ د ټویټر له لارې وویل چې د افغانستان په اړه یې یوه ښه غونډه درلوده او دا چې دده په وینا ددغې ۱۹ کلنې جګړې په مقابل لوري کې ډېری وګړي او موږ غواړو چې که امکان ولري یوې هوکړې ته ورسېږو.
که څه هم له غونډې وروسته د سپینې ماڼۍ ویاند هوګن ګیډلي په یوه خبر پاڼه کې وویل چې دغه غونډه ډېره ښه تېره شوه او دا چې مذاکرات به پرمخ ځي خو د دفاع وزارت سرچینو د نوم د نه اخیستو په صورت کې ویلي چې لا هم د دواړو غاړو ترمنځ د اختلاف ټکي شته او ښايي له طالبانو سره د سولې دا خبرې نهم پړاو ته ننوځي.
بل خوا د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې په تړاو د اختلاف ځینې مهم ټکي لا هم پرځای دي.
د دغه چارواکي په خبره تر ټولو لوی شرط د امریکا د هغه غوښتنو په اړه دی چې طالبان دې په افغانستان کې یو مخیز اوربند ته غاړه کېږدي او د القاعده په څېر نورو وسله والو ډلو سره دې د اړیکو د پریکون اعلان وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
داسې انګېرل کېدله چې د طالب او امریکايي مرکچیانو ترمنځ خبرې اترې د پای په لوري درومي او اټکل کېده چې په راتلونکو څو ورځو کې د دواړو خواوو ترمنځ یوه هوکړه اعلان شي خو داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره لا هم چمتو نه ده چې ددغې هوکړې سره سر وخوځوي.
د ټرمپ د ادارې یوه بل چارواکي د نوم د نه افشا په صورت کې ویلي چې لا هم امریکا او طالبان په دې خبره سره په یوه خوله نه دي چې طالبان دې القاعده او اورپکې ډلې وغندي او یو سرتاسري اوربند ته غاړه کېږدي.
په همدې مهال زلمی خلیلزاد لا هم په دې لټه کې دی چې طالبان دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کېږدي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په یوه جلا خبر پاڼه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې یوې هر اړخیزې هوکړې ته ژمن دی چې په کې تاوتریخوالی کم شي، اوربند وشي، د افغانستان خاوره هېڅکله د امریکا او د هغې د ملاتړو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او ټول افغانان په ګډه د سولې لپاره کار وکړي.

د عکس سرچینه، AFP










