افغان جګړه؛ عمران خان: پاکستان د امریکا کرایي ټوپک نه دی

عمران خان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عمران خان وايي، پاکستان له چین سره سوداګریز اړیکي لري او له امریکا سره هم ورته روابط غواړي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له امریکا سره د اړیکو په هکله وايي، له هیڅ هېواد سره هم داسې اړیکي نه غواړي چې پاکستان د کرايي ټوپک په ډول وکاروي، یانې د پیسو بدل کې یې د بل لپاره وجنګوي.

عمران خان د امریکا له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره خبرو کې زیاتوي:

"موږ بیا داسې حالت کې ځان ښکېلول نه غواړو، دې سره نه دا چې انسانان مو ضایع شول او قبایلي سیمې مو له منځه لاړې، بلکې زموږ عزت هم زیانمن شو، موږ له امریکا سره ریښتوني اړیکي غواړو".

نوموړي له چین سره د اړیکو په هکله وویل، چې اسلام اباد له بېجینګ سره یو لوریز اړیکي نه لري:

"دا دوه هېوادونه سوداګریز اړیکي لري، موږ له امریکا سره هم داسې اړیکي غواړو".

له زبرځواک سر ه څوک ملګرتیا نه غواړي؟

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د پاکستان لومړي وزیر دا هم وویل، چې له زبرځواک سره څوک ملګرتیا نه غواړي.

د نوموړي په خبره، که د امریکا له پالیسي سره څوک جوړ نه وي دا مانا نه لري چې د واشنګټن خلاف دی.

"دا ښکېلاکي فکر دی چې ته به یا زما سره یې یا به زما خلاف یې".

نوموړي پاکستان کې د وسلوالو طالبانو د پټنځیو په هکله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تور په هکله وویل: کله چې واکمن شو، نو له امنیتي ځواکونو یې بشپړ رپوټ وغوښت:

"بیا بیا مې له امریکا وغوښتل چې پاکستان کې د طالبانو پټنځي را وښيي، نو موږ به عملیات وکړو، پاکستان کې د طالبانو پټنځي نشته".

پاکستان کې دوه یا درې زره طالبان

عمران خان

د عکس سرچینه، EPA

د روان کال لومړیو کې ډونلډ ټرمپ ویلي و چې امریکا ۱۵ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ میلیارد ډالر مرستې ور کول ساده توب و:

ځکه پاکستان له درواغو او دوکې پرته بل څه را نه کړل.

هغه دا هم وویل، چې پاکستان امریکايي مشرانو ته د کم عقلو ګومان کاوه: دوی هغو ترهګرو ته خوندي پټنځي برابر کړی و چې موږ یې افغانستان کې د له منځه وړلو بدل کې ور سره مرسته کوله، خو اوس داسې نه کېږي.

په دې تړاو څه مهال مخکې ډونلډ ټرمپ ټوېټ هم کړی و، چې عمران خان یې ځواب هم ور کړ.

عمران خان اوسنۍ مرکه کې وايي، چې د امریکا ولسمشر ته ځواب ور کولو موخه سم ریکارډ ښودل و، نه ټوېټري جګړه.

تر ټولو لومړی دا چې دلته کوم پټنځی نشته، که له دوو زرو تر دریو زرو طالبان پاکستان ته راغلي وي، نو د افغان کډوالو کمپونو کې به پټ وي.

هغه دا هم وویل، چې افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه دی، ځکه په دې برخه کې هرڅه کوي.

پر طالبانو فشار اچول ګران دي

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

عمران خان وویل، د سولې خبرو ته د طالبانو کېنولو پوره هڅه کوي:

"پر طالبانو د فشار اچولو په هکله ویل اسان دي، خو کول ګران دی. یاد ساتئ چې د افغانستان ۴۰ سلنه خاوره د حکومت په لاس کې نه ده".

پاکستان کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژنې په هکله عمران خان وویل:

"د پاکستان لپاره دا سپکاوی و چې د امریکا جګړه کې یې سرتېري او وګړي وژل کېده له چاودنو سره مخ وو، خو بیا هم د بن لادن وژنه کې واشنګټن باور نه پر کاوه".

امریکايي ځانګړو ځواکونو اسامه په ایبټ اباد کې د پاکستان له خبرولو پرته وواژه، خو عمران خان وايي، پکار و، چې پاکستان یې دې پېښه کې خبر کړی و.

"موږ نه پوهېدو چې ملګري که دوښمن یو".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3