ټرمپ: پاکستان زموږ لپاره هیڅ نه کوي، ځکه ور سره مرسته نه کوو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، پاکستان د متحده ایالتونو لپاره هیڅ نه کوي، ځکه واشنګټن هم مرسته نه ور کوي.
ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې دا هم وویل، چې د پاکستان حکومت د القاعده پخوانی مشر هم خپله خاوره کې ساتلی و.
هغه زیاته کړه، پاکستان کې هر چا ته مالومه وه چې هغه( اوسامه بن لاندن) له پوځي اکېډمۍ سره نږدې اوسېده، خو موږ ور سره ۱،۳ میلیارد ډالره کلنۍ مرسته کوله:
"موږ اوس دا مرسته نه ور کوو، ما بنده کړه، دا ځکه چې دوی زموږ لپاره هیڅ هم نه کوي".
دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر ټرمپ پر پاکستان داسې نیوکه کوي. د روان کال لومړیو کې هغه وویل:
"امریکا ساده وه چې ۱۵کلونو کې یې پاکستان ته ۳۳ میلیارد ډالرو مرسته ور کړه، دوی له موږ سره له درواغو او دوکې پرته بل څه ونه کړل".
د نوموړي په خبره، پاکستان د امریکا مشران کم عقل بولي:
"دوی هغو ترهګرو ته پنا ور کړي چې موږ افغانستان کې د هغوی د له منځه وړلو لپاره له دوی سره مرسته کوو، خو نور داسې نشي کېدلی".

د عکس سرچینه، Reuters
له هغه څو ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، د ډونلډ ټرمپ حکومت د ترهګرو شبکو پرضد د عملیاتو نه کولو له امله پاکستان ته د نږدې ټوله پوځي مرستې ځنډولو سره دغه هېواد ته وايي، که د امریکا ملاتړ نه کوي، نو مسلې به د پخوا په څېر نه وي.
دغه وزارت دا هم وویل، تر هغه چې اسلام اباد د حقاني شبکې او افغان طالبانو پرضد عملیات ونه کړي، دا مرسته به ور نه کړي.
د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۷ کال اګسټ کې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره ستراتیژۍ اعلانولو کې هم وویل، چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره پر پاکستان نور فشار اچوي، ځکه کوم هېواد چې د توندلارو او ترهګرو ملاتړ کوي، کوم ملګری به ور پاتې نه شي.
امریکايي چارواکي دا هم وايي، چې پاکستان کې توندلاري او ترهګر د واشنګټن لپاره ګواښ دي.









