عمران خان ته د ټرمپ د لیک په اړه د افغان حکومت غبرګون

عمران خان

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح، عمران خان د ښاغلي ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وویل چې امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه د پاکستان په اوږو ور واچوي.
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

افغان حکومت د امریکايي ولسمشر د هغه لیک په غبرګون کې، چې د پاکستان لومړی وزیر ته یې لېږلی، په خورا اختیاط ویلي، د افغان سولې لپاره د هر هغه ګام هرکلی کوي چې کېدی شي مثبته پایله ولري.

پرون اسلام اباد ویلي و، چې ډونلډ ټرمپ په یو لیک کې له عمران خانه مرسته غوښتې چې طالبان د سولې خبرو ته کښېنوي.

خو طالبانو بیا هم په ټینګار سره ویلي چې د دوی د خبرې لوری یوازې امریکا ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته دا لیک له هغه پنځه ورځې وروسته لېږلی چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د۱۲ کسیز پلاوي غړو نوملړ اعلان کړ.

په دغه لیک کې له پاکستان غوښتل شوي چې د سولې خبرو میز ته د طالبانو په راوستلو کې مرسته وکړي. افغان حکومت د سولې خبرو بریالیتوب لپاره د سیمي هیوادونو مثبت رول مهم بولي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، هر هغه مثبت ګام چې د افغان سولې راوستلو په برخه کې اخیستل کېږي، حکومت ته یې هرکلی کوي:

''موږ د سولې په هغه پلان چې اعلان شوی دی، باوجود له دې چې وخت نیوونکی بهیر دی او د طالبانو د سولې خبرو لپاره مرکچي پلاوی هم اعلان کړی، په دغه پلان کې د ګډو خبرو لپاره له امریکا، پاکستان سره او بیا له نورو هېوادونه سره دی. له شک پرته د افغان سولې بریالیتوب لپاره د سیمې او نورو هېوادونو مرستې ته اړتیا شته او د پلان پر بنسټ به موږ له د دغو هېوادونو خبرې وکړو.''

امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ همدا زار په دغه لیک کې عمران خان ته ویلي، چې د امریکا او پاکستان اوسنيو اړیکو ښه کېدو لپاره، په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو لپاره حللاره پیدا کول ډېر ارزښت لري.

د ارګ مرستال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، کابل له نورو هیوادونو څخه تمه لري چې د افغان سولې راوستلو په برخه کې مثبت رول لوبوي.

ظاهراً داسې ښکاري چې امریکا په وروستیو کې په افغانستان د روانې جګړې پای ته رسولو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړې دي خو طالبانو د سولې خبرو پیل لپاره له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتلل تل د مخ شرط په توګه یاد کړی دی.

افغان حکومت وايي هېڅ هېواد د دوی په استازلۍ له طالبانو سره د سولې خبرې نشي کولی.

د افغان چارواکو په وینا له طالبانو سره د امریکايي چارواکو روانې خبرې، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لپاره د زمينې برابرولو په مانا دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اونۍ په جینوا کنفرانس کې له طالبانو سره د سولې خبرو مرکچي پلاوي د نوملړ اعلانولو پر مهال دا هم وویل چې د سولې د رسیدلو لپاره لږ تر لږه پنځ کاله وخت پکار دی.

ټرمپ او عمران خان

د عکس سرچینه، Reuters

دا چې ښاغلي ټرمپ، عمران خان ته د افغان سولې په اړه لیک لېږي، له دې داسې ښکاري چې د پاکستان په وړاندې د امریکا اوسنی بهرنی سیاست د بدلون په حال کې دی.

میاشت مخکې ښاغلي ټرمپ د امریکايي ټلویزیون ''فاکس'' سره په مرکه کې وویل، اسامه بن لادن په پاکستان کې د هغوی د پوځي اکاډیمۍ په څنګ کې اوسېده او ټول له دې خبرې خبر وو، خو ته هېچا یې په دې هکله څه نه ویل. ټرمپ زیاته کړه په داسې حال کې چې امریکا هر کال پاکستان ته ۱،۳ میلیاډر ډالره مرسته ورکوله.

خو عمران خان د ښاغلي ټرمپ د دغو خبرو په غبرګون کې وویل چې امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلېناکامۍ پړه د پاکستان په اوږو ور واچوي.

د عمران خان د دغو خبرو په غبرګون وویل، ټرمپ وویل له دې وروسته به پاکستان ته د میلیونو ډالرو مرستې ور نه کړي. له دې مخکې هم امریکا له پاکستان سره د خپلو مالي مرستو دوې بستې ځنډولې وې.