"د عمران خان اقتصادي فلسفه چې پلانونه یې خنډني کولی شي"

د عکس سرچینه، PTI/TWITTER
ډان ورځپاڼې خپله سرمقاله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د واک سلو لومړیو ورځو ارزولو ته ځانګړې کړې.
ورځپاڼه لیکي چې پرون عمران خان ګرځندوی ته د ودې ورکولو خبره وکړه په تېره دیني ګرځندوی یانې له زیارتونو او مقدسو مذهبي ځایونو لیدنه.
خو ډان ورځپاڼه وايي په داسې حال کې چې مذهبي او تاوتریخجن افراطیان ټول هېواد کې ژوند په ټپه درولی شي نو ګرځندوی وده نه شي کولی.
دا ورځپاڼه لیکي د لومړي وزیر اقتصادي فلسفه کې تناقض شته، هغه تناقض چې د ده د حکومت منځ مهالي پلانونه له خنډ سره مخامخ کولی شي.
ډان پوښتنه کوي چې ایا د غلا شوې پانګې بیرته را ګرځول اقتصادي وده ده او که پانګونې ته د مناسب چاپيریال رامنځته کول؟
ورځپاڼه زیاتوي د پانګې تولید یوازینۍ لار ده چې میلیونونه پاکستانیان له بې وزلۍ ژغورلی شي، نو پکار ده چې لومړی وزیر د سم لوري ټاکلو لپاره ډیر فکر وکړي.
جاپان ټایمز افغانستان ، یمن او بحرین ته د ایران له خوا د وسلې او پوځي توکو د استولو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي په تېره اکتوبر میاشت کې امریکا پر هغو دوه ایرانیانو بندیزونه ولګول چې د انقلابي ځواک اړوند د قدس ځواک غړي دي او امریکا ویلي دوی طالبانو ته مالي مرسته او پوځي وسایل ور کول.
په همدې تړاو برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي میل لیکلي د ایران له خوا له طالبانو، حوثیانو او بحریني مخالفانو ته د استول شویو وسلو خبره یوه ورځ وروسته له هغه ده چې په کانګرس کې یو شمیر د داسې یوه ګام د ملاتړ لپاره غږ پورته کړی چې امکان لري له سعودي عربستان سره د امریکا د پوځي مرستې دوام پای ته ورسوي.
ورځپاڼي لیکي امریکايي چارواکي وايي ایران لږ تر لږه له ۲۰۰۷ کال راهیسې له طالبانو سره مرسته کوي.








