ولسمشر غني لوګر کې پر هلکانو د جنسي تېري قضیې پلټلو امر وکړ

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په لوګر ولایت کې د جنسي تېریو د هغو رپوټونو په هکله ژوره خواشیني څرګنده کړې، چې د بشري حقونو دوه تنو ځایي فعالانو خپور کړی وو.
له دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان 'ایمنسټي انټرنېشنل' د دوشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د افغانستان د ملي امنیت ادارې همدا دوه تنه فعالان نیولي دي چې په لوګر کې یې پر کم عمره هلکانو د جنسي تېريو له پېښو پرده پورته کړې وه.
یاد سازمان وایي، موسی محمودي او حسان الله حمیدي د تېرې پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د ملي امنیت ادارې لخوا هغه مهال نیول شوي دي چې کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر سره لیدو ته روان وو.
ولسمشر غني د سې شنبې پر ورځ په یو شمېر ټویټر پیغامونو کې ویلي، کله چې ده ته په دې تړاو معلومات ورکړل شول، سملاسي یې د ملي امنیت ادارې ته امر وکړ چې یاد فعالان د امنیت په موخه د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.
ولسمشر غني وايي، د مدني فعالانو او بشري حقونو د فعالانو خوندیتوب د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی ، او د دغه راز پېښو په اړه معلومات یو ځای کول د لویې څارنوالۍ او افغانستان د بشري حقونو ادارو کار دی.
بل لور ته په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیر جان بس په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د افغانستان ملي امنیت ادارې دغه اقدام سخت ناارامه کړی:
''د افغانستان ملي امنیت ادارې شوروي ډوله تکتیکونو سخت ناارامه کړی یم. دا ډارونکي دي، چې له هغو مدني فعالانو چې هدف یې د افغان ماشومانو خوندیتوب دی، د زور او ګواښ له لارې اعتراف اخیستل کېږي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی زیاتوي، د ښوونې او روزنې وزارت له چارواکو یې غوښتي چې په لوګر کې د دغو ادعا شویو پېښو په اړه رپوټ ورکړي. ولسمشر غني وایي، ارتلونکې پنجشنبه به په دې تړاو په ارګ کې یوه غونډه هم وشي.
د بښنې نړیوال سازمان د نیو شویو فعالانو د رپوټ پر بنسټ وایي، د جنسي ځورونو په دې پېښو کې یوه ځانګړې کړۍ ښکېله وه، او تور لګوي چې دوی پر سلګونو هلکانو جنسي تېری کړی دی.
یاد سازمان وایي، موسی محمودي او حسان الله حمیدي د تېرې پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د ملي امنیت ادارې لخوا هغه مهال نیول شوي دي چې کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر سره لیدو ته روان وو.
موسی محمودي او احسان الله حمیدي په لوګر ولایت کې د بشري حقونو فعالان دي او تېره میاشت یې د هلکانو د جنسي ځورونې په اړه د برتانیا ګارډین تلویزیون او طلوع تلویزیون سره خبرې کړې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې دې کسانو پر هلکانو د جنسي ځورونې تر سلو ډېرې ویډیوګانې افشا کړې وې، او ګارډین ورځپاڼه ادعا کوي چې یو شمېر هغه هلکان چې جنسي تېری پرې شوی و، وروسته وژل شوي هم دي.
د یاد سازمان په وینا، له هماغه راهیسې دې دواړو کسانو ته د لوګر ځایي چارواکو په ګډون د ځینو کسانو لخوا پر فېسبوک ګواښونه کېدل.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دوشنبې پر ورځ په کابل کې یوه خبري ناسته کې دې قضیې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د قضیې فشار کوونکو فعالانو نیول ناسم کار دی.
ښاغلي کرزي له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې نیول شوي کسان دې ژر تر ژره پرېښودل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سارمان د سویلي اسیا د برخې یوه کمپاینره سمیرا حمیدي وایي، داسې وېره شته چې دا کسان ښایي د ملي امنیت ادارې په بند کې شکنجه شي، یا نور بد چلن ورسره وشي.
نوموړې ویلي، د ملي امنیت ادارې ته پکار ده چې د دې دوه فعالانو د نیولو پر ځای د دوی ستاینه وکړي، د قضیې پلټنه وکړي او اصلي مجرمین د قانون منګولو ته وسپاري.
په لوګر ولایت کې پر لسګونو کم عمره هلکانو د جنسي ځورونې قضیه څه موده وړاندې رسنیو کې را پورته شوه، خو افغان حکومت په دې تړاو شوې ادعاوې رد کړې دي.








