جنسي ځورونه؛ د فوټبال پر افغان چارواکي د فیفا بندیز

د عکس سرچینه، ALI REZA AGHAZADA
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخوانی سکرتر جنرال د پنځه کلونو لپاره بندیزونه لګولي.
دې ادارې پر علي رضا اقازاده وروسته له هغه بندیز لګولی چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو له هغه د جنسي ځورونو شکایتونو کړي.
فیفا په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی اقازاده یې تر پنځه کلونو د فوټبال په هر ډول فعالیت کې له برخې اخېستو محروم کړی دی.
د فوټبال نړیوال فدراسیون د روان میلادي کال په جون میاشت کې د فوټبال د فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم هم د جنسي ځورونو په تور پړ وباله، د فوټبال لوبې په برخه کې یې له فعالیته د تل لپاره محروم او شاوخوا یو میلیون ډالره جرمانه شو.
پر دوی د فوټبال ښځینه لوبغاړو له خوا د جنسي ځورونو تورونه له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۸ میلادي کاله شوي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون وايي، دغه پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې ښاغلی اقازاده د جنسي ځورونو پرمهال د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مسول و او د ښځینه لوبغاړو سره له بد چلند څخه هم خبر و.
د فیفا د اخلاقي کمېټې د رپوټ په وینا ښاغلي اقازاده د دې بنسټ د قانون له ۱۷ او ۲۳ مې مادې سرغړونه کړې.
دغه ماده حکم کوي چې د ورزشکارانو د رواني او جسمي خوندیتوب لپاره باید د فدراسیون اړوند چارواکي فیفا ته رپوټ ورکړي.

د عکس سرچینه، AFF
دې بنسټ ویلي، ښاغلی اقازاده به له دې وروسته د اداري کارونو په ګډون د فوټبال اړوند له ټولو فعالیتونو محروم وي. همدا راز نوموړی لس زره امریکايي ډالره جرمانه شوی هم دی.
فیفا وايي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نورو کلیدي غړو پر وړاندې د تورونو پلټنه کوي چې د شکایتونو پر بنسټ په یو ډول د جنسي ځورونو په برخه کې تورن شوي دي.
د افغان فوټبال ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو خبر چې لومړی وار د تېرکال ډیسمبر میاشت کې بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین خپور کړ، کورني او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.
له هغې وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ په دې اړه څېړنې پیل کړې او د فوټبال د فدراسیون مشر کرام الدین کریم او د دغه فدراسیون ځینې نور کارکوونکي یې ممنوع الخروج اعلان کړل.
وروسته لویې څارنوالۍ اعلان وکړ چې د ښاغلي کریم د نیولو حکم کړی و، خو تر اوسه د هغه د نیول کېدو کوم خبر نه دی خپور شوی.








