ورځپاڼې: د افغان فوټبال فدراسیون پخواني مشر ته تر ټولو سخته سزا

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کرام الدين کريم د فيفا د پرېکړې په تړاو لا غبرگون نه دى ښوولى او وړاندې يې ورباندې لگېدلي دغه تورونه رد کړي و.

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز د فيفا له لوري د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني مشر کرام الدين کريم د لگيدلي بنديز په اړه يو مطلب خپور کړى او وايي دا د فوټبال يوه لوړ پوړي چارواکي ته چې په جنسي ځورونې تورن دى د فيفا له لوري ورکړل شوې ترټولو لويه جزا ده.

ورځپاڼه وايي د کاناډا، کولمبيا، اکوادور په فوټبال فدراسيونونو او ان د فيفا په مشرتابه کې هم د ناسم چلند ادعاوې شوې خو په وينا يې پر کرام الدين کريم لگېدلې تورونه ځکه ډېر ځورونکي دي چې د داسې يوه ډاروونکي کس انځور تر سترگو کوي، چې د لوبغاړو پر ژوند او مسلک يې واک درلود او هغوى یې گواښل که ورته غاړه کېنږدي نو برباد به يې کړي.

خو کرام الدين کريم د فيفا د پرېکړې په تړاو لا غبرگون نه دى ښوولى او وړاندې يې ورباندې لگېدلي دغه تورونه رد کړي و.

عرب نيوز ورځپاڼه وايي طالبان پر امريکايي ځواکونو فشار راولي چې له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو مهالويش اعلان کړي.

ورځپاڼه وايي په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر وياند سهيل شاهين د خبرو بل پړاو کې د لا ډېر پرمختگ هيله څرگنده کړې او دغې خپرونکې ته يې ويلي چې د مهال وېش اعلان به د ستونزې بهرنى اړخ هوار کړي.

ورځپاڼې افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ ناستې د ښاغلي خليلزاد ټينگار ته اشارې کړې او وايي سهيل شاهين ورته ويلي چې دوى به په دې تړاو د امريکا له استازي سره د خبرو اترو له راتلونکي پړاو وروسته وغږېږي.

او دا ځل به يې خبرې د امريکايي ځواکونو پر وتنې او نورو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارېدو ورټولې وي.

پاکستان
د عکس تشریح، ورځپاڼه وايي پاکستان کې په ٢٠١٨ م کال کې ١٢ او په ٢١٠٧ کې اته پېښې ثبت شوې وې.

ډيلي ټايمز ورځپاڼې د روغتيا د بيړنيو مقرراتو نړيوالې کوميټې تازه خپاره شوي رپوټ ته په اشاره وايي دغې کومېټې په نړيواله کچه د گوزڼ يا پوليو ويروس خپرېدا په تړاو جوړې شوې غونډې کې د پاکستان په تړاو په څانگړې توگه اندېښنه څرگنده کړې چې سږ په کې تر اوسه ٢١ پېښې ثبت شوې.

ورځپاڼه وايي په دغه هېواد کې په ٢٠١٨ م کال کې ١٢ او په ٢١٠٧ کې اته پېښې ثبت شوې وې.

ورځپاڼې د پوليو د له منځه وړلو په تړاو دريځ چې گواکې پرمختگ شوى دا مبارزه يې ناکامې سره مخ کړې. ورځپاڼه دې ته هم اشاره کوي چې د پاکستان سربېره افغانستان او نايجيريا هغه دوه نور هېوادونه دي چې د پوليو پېښې په کې شته.

ورځپاڼې په پاکستان کې د پوليو د له منځه وړلو د کمپاين يا هلو ځلو لپاره دا د ويښېدا يو غږ بللى دى.