د ټاکنیزو ډلو فېسبوکي لانجه؛ صالح وايي موخه یې د سیاسي ادبیاتو اصلاح وه

عبدالله او صالح

د عکس سرچینه، AMRULLAHSALEH

د عکس تشریح، ښاغلی صالح د ۲۰۱۴ کال ټکنو کې د عبدالله ملاتړی و، خو اوس یې د مخالفې ټاکنډلې غړی دی

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، که د عبدالله عبدالله په مشرۍ د دوی د سیالې ډلې له ناویلو او ټوکو 'پردې پورته کولو' یې څوک ناراضه کړي وي، دی ترې بښنه غواړي.

تېره ورځ ښاغلي صالح ولیکل، د ښاغلي عبدالله د ډلې یوه لوړپوړي غړي د هزاره توکمو په فزیکي جوړښت ملنډې وهلې او ده دغه خبرې (توکم پالنه او له تعصبه ډکې) بللې وې.

د ټاکنو په اوسني ناندریز چاپېریال کې دې خبرو او ورته د عبدالله عبدالله غبرګون د ټولنیزو رسنیو بازار هم تود ساتلی دی.

تمه داوه چې نن ښاغلی صالح هغه غږ خپور کړي چې د ده په ټکو د سیالې ټاکنیزې ډلې یوه لوړپوړي غړي یې د هزاره توکمو په څېرې ملنډې وهلي، خو د ورځې نیمایي کې بیا خبره بل ډول شوه.

امر الله صالح

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د ښاغلي صالح دغې فېسبوکي تبصرې غبرګونونه راپارولي

ښاغلي صالح په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل، که د عبدالله عبدالله په مشرۍ د دوی د سیالې ډلې له ناویلو او ټوکو (پردې پورته کولو) یې څوک ناراضه کړي وي، دی ترې بښنه غواړي.

امرالله صالح چې د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال دی لیکلي، له دې خبرو د پردې پورته کولو موخه یې داوه چې سیاسي ادبیات اصلاح کړي.

ښاغلي صالح ویلي، دغه غږ اوس له اطلاعات روز ورځپاڼې سره دی او خپله دې ورځپاڼې لیکلي چې د ثبت شوي غږ په پنځلسمه دقیقه کې یو کس هغې غونډې ته ننوځي چې په پنجشیر کې جوړه شوې وه او هلته د غونډې یو ګډونوال د هزاره توکمو پر پوزې ټوکه کوي.

ښاغلي صالح دا ډول خبرې توکم پالنه او له تعصبه ډکې بللي، خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله د ښاغلي صالح دا خبرې د شرم وړ او نفاق اچوونکې بللي دي.

عبدالله

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د ښاغلي صالح خبرو ته د عبدالله عبدالله غبرګون

عبدالله ویلي چې د دوی ټاکنیزه ډله کې د هر قوم استازي شته او د ټاکنډلې د مشرتابه جوړښت یې د دې خبرې د ثبوت یوه ښه بیلګه یاده کړې ده.

د دوو مخکښو ټاکنیزو ډلو د استازو ترمنځ دې لفظي شخړو په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه پارولي دي.

ځینو کاروونکو خپله ښاغلی صالح په توکم پالنې او دې مسئلې ته په لمن وهلو تورن کړی، ځینو نورو بیا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د وروستیو افشا شویو ملنډو له امله پړ بللی دی.