تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټاکنیزو ډلو فېسبوکي لانجه؛ صالح وايي موخه یې د سیاسي ادبیاتو اصلاح وه
د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، که د عبدالله عبدالله په مشرۍ د دوی د سیالې ډلې له ناویلو او ټوکو 'پردې پورته کولو' یې څوک ناراضه کړي وي، دی ترې بښنه غواړي.
تېره ورځ ښاغلي صالح ولیکل، د ښاغلي عبدالله د ډلې یوه لوړپوړي غړي د هزاره توکمو په فزیکي جوړښت ملنډې وهلې او ده دغه خبرې (توکم پالنه او له تعصبه ډکې) بللې وې.
د ټاکنو په اوسني ناندریز چاپېریال کې دې خبرو او ورته د عبدالله عبدالله غبرګون د ټولنیزو رسنیو بازار هم تود ساتلی دی.
تمه داوه چې نن ښاغلی صالح هغه غږ خپور کړي چې د ده په ټکو د سیالې ټاکنیزې ډلې یوه لوړپوړي غړي یې د هزاره توکمو په څېرې ملنډې وهلي، خو د ورځې نیمایي کې بیا خبره بل ډول شوه.
ښاغلي صالح په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل، که د عبدالله عبدالله په مشرۍ د دوی د سیالې ډلې له ناویلو او ټوکو (پردې پورته کولو) یې څوک ناراضه کړي وي، دی ترې بښنه غواړي.
امرالله صالح چې د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال دی لیکلي، له دې خبرو د پردې پورته کولو موخه یې داوه چې سیاسي ادبیات اصلاح کړي.
ښاغلي صالح ویلي، دغه غږ اوس له اطلاعات روز ورځپاڼې سره دی او خپله دې ورځپاڼې لیکلي چې د ثبت شوي غږ په پنځلسمه دقیقه کې یو کس هغې غونډې ته ننوځي چې په پنجشیر کې جوړه شوې وه او هلته د غونډې یو ګډونوال د هزاره توکمو پر پوزې ټوکه کوي.
ښاغلي صالح دا ډول خبرې توکم پالنه او له تعصبه ډکې بللي، خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله د ښاغلي صالح دا خبرې د شرم وړ او نفاق اچوونکې بللي دي.
عبدالله ویلي چې د دوی ټاکنیزه ډله کې د هر قوم استازي شته او د ټاکنډلې د مشرتابه جوړښت یې د دې خبرې د ثبوت یوه ښه بیلګه یاده کړې ده.
د دوو مخکښو ټاکنیزو ډلو د استازو ترمنځ دې لفظي شخړو په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه پارولي دي.
ځینو کاروونکو خپله ښاغلی صالح په توکم پالنې او دې مسئلې ته په لمن وهلو تورن کړی، ځینو نورو بیا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د وروستیو افشا شویو ملنډو له امله پړ بللی دی.