مایک پومپیو: د بندیانو تبادلې هرکلی کوو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د طالبانو له لوري د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو برمته شویو استادانو خوشي کولو هرکلی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، امریکا د لسو افغان بندیانو خوشي کولو په تړاو د طالبانو د پرېکړې او دغه راز د دریو طالب بندیانو خوشي کولو په اړه د افغان حکومت د پرېکړې هرکلی کوي. اعلامیه کې راغلي:
موږ دې ته د هیله منونکو اشارو په نظر ګورو چې د افغانستان ۴۰ کلنه اوږده ډارونکې جګړه به ورسره ډېر ژر د یوه سیاسي جوړ جاړي له لارې پای ته ورسېږي.
اعلامیه زیاتوي موږ دغه هدف ته د رسېدو لپاره د ولسمشر غني او افغان حکومت د رامخکې کېدو ستاینه کوو چې په عین حال کې په افغان امنیتي ځواکونو کې د اصلاحاتو او د هغوی غښتلیتا لپاره هم کار کوي او له تېرو دوو کلونو راهیسې یې بیا بیا له مخکنیو شرطونو پرته له طالبانو سره د خبرو وړاندیز کړی دی.
له دې مخکې وسله والو طالبانو نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې د دوی او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د هغې تبادلې هرکلی کړی دی چې له مخې یې د انس حقاني په ګډون درې طالب بندیان، په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د دوه بهرنیو استادانو په بدل کې خوشي شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استول شوې اعلامیه کې ویلي، دا تبادله یو مثبت ګام دی او دوی یې هرکلی کوي، او زیاته کړې یې ده چې دا ګام د مخالفو غاړو ترمنځ د اعتماد جوړونې او د سولې بهیر کې مرسته کولای شي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د بندیانو په دې تبادله کې د امریکایي پوهنتون د استادانو ترڅنګ لس تنه افغان پوځیان هم د طالبانو له بنده خوشي شوي دي.
په اعلامیه کې طالبانو د قطري چارواکو مننه کړې ده چې د بندیانو د تبادلې او خلاصون په چاره کې یې پرلپسې هلې ځلې کړې دي او دې چارې ته یې زمینه برابره کړې ده.

د عکس سرچینه، TALIBAN SOURCE
له دې وړاندې نن سه شنبه وسلوالو طالبانو علان کړی و چې کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه برمته استادان یې خوشي کړي دي. دا استادان د حقاني شبکې د یوه مشر انس حقاني او دوو نورو مشرانو د خوشي کېدو بدل کې خوشي کول.
بي بي سي ته طالبانو او امنیتي سرچنیو ویلي چې دا کسان خوشي شوي دي او د دې کسانو د خوشي کولو لپاره دغه سیمه کې له دوو ورځو راهیسې اوربند و.
د طالبانو یوې جګپوړې سرچینې بي بي سي ته ومنل، چې دوه بهرنیان یې نن سهار لس بجې د زابل نوبهار ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو ته سپارلي دي.
د دغه کار لپاره وسلوالو طالبانو او بهرنیو ځواکونو اته څلویښت ساعته د زابل دریو ولسوالیو- زابل، شملزوی او ارغنداب- کې اوربند کړی و.
نوبهار ولسوالۍ کي یوه حکومتي سرچینې له نومپرته بي بي سي ته وویل، چې د بهرنیانو د خوشي کېدو پر مهال چورلکو او جنګي الوتکو په سیمه کې ګزمه کوله.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، TALIBAN SOURCES
په افغانستان کې د افغانستان- امریکايي پوهنتون هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو استادانو د خوشي کېدو د خبر په اورېدو خوښي ښودلې ده.
دوی له ټولو هغو خواوو مننه کړې چې ددغو کسانو په خوشي کولو کې یې همکاري کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دې خبر له خپرېدا وروسته په یوه ټوېټ کې ویلي: "پاکستان په افغانستان کې د پروفیسرانو کیون کېنګ او تیموتي ویکس د خوشي کېدو هرکلی کوي. موږ د دې کار په ممکن کولو کې ټولې هڅې ستایو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
قطر کې یوې طالب سرچینې د سې شنبې په ورځ (د نومبر ۱۹) بي بي سي ته وویل، د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې بندیان قطر ته رسېدلي دي.
دغه درې بندیان د دې دوو بهرنیو استادانو په بدل کې خوشي کېدل.
امریکایان په دې باور وو، چې د افغان-امریکايي پوهنتون اسټرالیايی استاد کوین کینګ او امریکايی همکار یې ټیموتي ویکس د حقاني شبکې له لوري برمته شوي دي.
دغه دوه استادان څو کاله مخکې د کابل ښار لوېدیځ کې د پوهنتون سره نږدې له خپل کارځي وسلوالو- چې وروسته مالوم شول طالبان ووـ وتښتول.
تېره اونۍ داسې خبر خپور شو چې انس حقاني او دوه نور طالب بندیان قطر ته رسېدلي دي.
خو وروسته افغان چارواکو وویل، چې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په ژمنه ونه درېدل ځکه د دې کسانو خوشي کېدل وځنډول شول.








