افغانستان: د ماینونو چاودنو د ماشومانو په ګډون ۱۶ ملکيان وژلي

ماین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي، پکتیکا کې د سروضې ولسوالۍ په سلطانو سیمه کې ملکي کسان د ماین چاودنه کې وژل شوي دي (فایل تصویر)

د افغانستان شمال ختیځ تخار ولایت چارواکي وايي، د ماین په چاودنه کې لږترلږه د ښوونځي نهه زده کوونکي وژل شوي او یو ټپي شوی دی. بل خوا نن د شنبې پر ورځ په پکتیکا ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې اوه ملکي کسان وژلي دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، پېښه د درقد ولسوالۍ په کوترمه سیمه کې شوې ده.

د ابو ذر غفاري د ښوونځي سرښوونکي حمیدالله حیران بي بي سي ته وویل، چې وژل شوي او ټپي ټول زدکوونکي د ددغه ښوونځي زدکوونکي دي، چې ښوونځي ته پر لاره پر ماین وربرابر شوي.

د پکتیکا ولایت د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وايي، نن سهار د سروضې ولسوالۍ (سلطانو) سیمه کې د ملکیانو پر موټر چاودنه شوې چې د یوې کورنۍ د څلور غړو په ګډون اوه کسان په کې وژل شوي دي.

د پولیسو ویاند وايي، یاده پيښه کې وژل شوي ټول نارینه دي.

د قومندانۍ په خبره په دې لاره پوځیانو تګ راتګ نه کاوه او د پیښې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو طالبانو تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تخار ولایت کې امنیتي چارواکو ویلي، طالبانو په خپلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو لپاره پر عمومي سړکونو ماینونه خښ کړي او سربېره پر دې یې درقد او ینګي قلعه ولسوالیو کې هم ماینونه خښ کړي دي.

زدکوونکي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پېښه د تخار ولایت درقد کوترمه سیمه کې شوې ده

د وژل شویو ماشومانو عمرونه د ۷ او ۱۰ کلونو ترمنځ دي، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

درقد د تخار له ناامنه ولسوالیو ده چې د طالبانو له یوې کلنې واکمنۍ وروسته، کابو یوه اونۍ مخکې افغان ځواکونو بېرته ونیوه.

د روان کال د مارچ په وروستیو کې هم د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په ملا نوح بابا ښوونځي کې د هاوان لګېدو له کبله څلور ماشومان ژول شوي وو او په تېره اپرېل میاشت کې د ختیځ ولایت لغمان مرکز مهترلام کې د هاوان مرمۍ چاودلو ۷ ماشومان ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل.