لغمان کې د هاوان مرمۍ ۷ ماشومان وژلي دي

د عکس سرچینه، Laghman Media Office
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
د افغانستان د ختيځ ولايت لغمان په مرکز مهترلام کې نن له غرمې وروسته د هاوان مرمۍ چاودېدو ۷ ماشومان وژلي او ۱۰ نور يې ژوبللي دي. ځايي چارواکي وايي، چاودنه د هاوان ناچاودې مرمۍ له امله مرکز اړوند بصرام سيمه کې د یکشنبې مازديګر ۵ بجې رامنځته شوې ده.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي بي بي سي ته وويل، ، چاودنه په يو لښتي کې رامنځته شوې ده. د ده په وینا چاودنه کې وژل شوي او ژوبل له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان دي.
تراوسه مالومه نه ده چې چاودلې مرمۍ له پخوا سيمه کې پاتي او که اوس حکومتي مخالفينو اېښې ده. ويل کېږي کوچنيانو د لکنډو په نوم وياله کې لوبې کولې چې د هاوان مرمۍ پرې چاودلې ده.

د عکس سرچینه، Laghman Media Office
د لغمان د عامې روغتیا چارواکي وايي د پېښې له ځایه ورته ۷ جسدونه او ۱۰ ژوبل ور وړل شوي چې ټول هلکان او کوچنیان دي.
د دې ولایت د عامې روغتیا رييس عبدالمعروف جليلي بي بي سي خبرو کې د ژوبلو کوچنيانو روغتيايي وضيعت د ډاډ وړ وباله.
د تېرکال د همدې اپريل پر ۲۹ مه د لغمان د ګاونډ ننګرهار سره رود ولسوالۍ فتح آباد سيمه کې د يو کور مخې ته د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د يوې ورځې وړاندې نښتې رالوېدلې ناچاودې مرمۍ د يوې کورنۍ د یوې مېرمنې په ګډون ۲ کوچنيان وژلي وو او دوو انجونو په ګډون یې ۷ نور کوچنیان ژوبل کړي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images




