فاریاب کې ماین چاودنې ۹ ماشومان وژلي او ۵ یې ټپیان کړي

د افغانستان شمالي ولایت فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې نهه ماشومان وژلي او پنځه نور ټپيان کړي دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش بي بي سي ته وویل، په وژل شویو کې دوې نجونې هم دي او د ټپیانو وضعیت نازک دی.
ددغو ماشومانو عمرونه له پنځو تر دوولس کلونو ښودل شوي دي.
پولیس ادعا کوي چې دغه ماین د شیرین تګاب ولسوالۍ په 'کوه صیاد' کلي کې وسله والو طالبانو ښخ کړی و. طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ددوی په خبره، تېره ورځ ناوخته د کلي ماشومان د لوبو پرمهال پرماین ختلي او چاودنه شوې.
میمنه کې د روغتون یوه ډاکټر بي بي سي ته وویل، نهم ټپي شوي ماشوم هم د ژورو ټپونو له کبله سا ورکړه.
چارواکي وايي ټپيان یې روغتون وړي او د یو شمېر ماشومانو پښې او لاسونه غوڅ شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه کلی، چې دا چاودنه پکې شوې، تېره اونۍ د دوو ورځو لپاره د طالبانو او حکومت ترمنځ لاس په لاس شوې ده، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، طالبانو له وخته په ګټې اخیستو هلته سړک غاړې ماینونه خښ کړي دي.
دا سیمه د مرکز میمنې نه شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې ده.
د ملګرو ملتونو په یوه وروستي رپوټ کې ویل شوي وو، چې په تېر ۲۰۱۷ کال کې افغانستان کې د وسله والو شخړو اړوندو پېښو له کبله لږترلږه ۸۶۱ ماشومان وژل شوي او تر دوو زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.








