کندوز کې چاودنې درې ماشومان وژلي

طالبانو تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، طالبانو تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی

د افغانستان په شمالي کندوز کې بمي چاودنې درې ماشومان وژلي او ۴ ولسي وګړي یې ټپیان کړي دي.

د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي وايي، دغه بم د وسله والو طالبانو لخوا د نوموړي د کور مخې ته اېښودل شوی و.

ښاغلي قریشي زیاته کړه، کله چې نن سهار (سپتمبر ۹) له کوره بهر شو دغه بم چې له لرې کنترولېده چاودنه ورکړی شوه او د دغو ماشومانو د وژل کېدو لامل شو.

نوموړي وویل، وژل شوي د ګاونډیانو ماشومان وو.

د کندوز ولایت دغه چارواکي وویل، ده ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان په شمال کې کندوز له ناامنه ولایتونو څخه دی

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د افغانستان په شمال کې کندوز له ناامنه ولایتونو څخه دی

طالبانو تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان په شمال کې کندوز له ناامنه ولایتونو څخه دی چې په ځینو ولسوالیو کې یې طالبانو نفوذ کړی.