د افغان کریکټ بریا په خوښۍ ډزو دوه ماشومان وژلي

د افغانستان ختیځ ننګرهار د والي ویاند وايي، د کریکټ نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغان لوبډلې له خوا سکاټلنډ ته د <link type="page"><caption> ماتې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/sport/2016/03/160308_afghan_beat_soctland_iy" platform="highweb"/></link> ورکولو په خوښیو جلال آباد ښار کې ډزو دوه ماشومان وژلي دي.
د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي بي بي سي ته وویل: "تېره شپه دوه ماشومان په هوايي ډزو شهیدان شوي". د نوموړي په وینا، کله چې د کریکټ ملي لوبډله د نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بریالۍ شوه، ځینو کسانو هوايي ډزې وکړې".
د ننګرهار د والي ویاند وویل، امنیتي ارګانونو ته امر شوی، چې د پېښې عاملین ژر تر ژره معلوم کړي او قانوني کړنه دې ورسره وشي.
د وژل شوي ماشوم تره وايي:
"سراج زما وراره دی، چې د کریکټ د بریا خوشحالۍ لمانځلو لپاره ناست و، ډزې لومړی چارواکي کوي. عام خلک یې نه کوي".
په خواله رسنیو ګڼو افغانانو د وژل شویو ماشومانو انځورونه خپاره کړي، چې وايي یو یې اته کلن و.
ددغو انځورونو له خپرېدا څو ساعته وروسته دولتي چارواکو ددغو دوو ماشومانو د وژل کېدو خبر تایید کړ.
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې تېره شپه (کب ۱۸مه) سکاټلنډ لوبډلې ته په هند کې د نړیوالو سیالیو په لړ کې <link type="page"><caption> ماتې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/sport/2016/03/160308_afghan_beat_soctland_iy" platform="highweb"/></link> ورکړه.
وړاندې هم ځینې وختونه په نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د بریا په خوښیو ځینو کسانو هوايي ډزې کړې، چې د ګڼو افغانانو اندېښنې یې پیدا کړې دي.
د تېر جدي/غبرګولي پر ۱۶مه، پر زمبابوې د افغان کریکټ لوبډلې له بریا وروسته په هلمند کې د خوښۍ هوايي ډزو یو کس وواژه او کابل کې نورو ډزو دوه کسان ټپیان کړل.

د یادې نېټې د ډزو په تور د کابل پولیسو ۲۳ کسان ونیول.

د عکس سرچینه، Getty








