یونما: د افغان ماشومانو مرګ ژوبله ۲۱٪ ډېره شوې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه له ښکېلو لورو غواړي چې په جګړه کې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي هڅې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یونما د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېرو لوړېدو په هکله په یوه رپوټ کې کلکه اندېښنه ښودلې.

په کابل کې د یونما استازی ماشومانو ته دغه مرګ ژوبله په استوګنیزو سیمو کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو طالبانو ترمنځ نښتو، هوايي بریدونو او شلخي بمونو کې اوښتې ده.

په رپوټ کې د کوم لوری څرګند نوم نه دی اخیستل شوی، خو له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د کوچنیانو د مرګ ژوبلې کمولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د نوي رپوټ له مخې، د روان ۲۰۱۷ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې۱۰۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۲۸۳ کوچنیان وژل شوي او ۷۰۴ نور ټپیان شوي دي.

دا شمېر د تېر ۲۰۱۶ کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښیي.

د ملګرو ملتونو د بشريحقونو د برخې مسؤولې ډانیل بېل بي بي سي ته وویل، د رپوټ د خپرولو نه مو یو دلیل دا و چې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو وغواړو چې د ماشومانو د ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي:

د ماشومانو مرګژوبله

"زمو هیله دا ده چې د جګړې ښکېلې غاړې په ځانګړې توګه افغان دولت او طالبان په ښکاره ژمنه وکړي چې د ولسي مرګژوبلې مخه ونیسي او د شمېرو ټیټولو لپاره یې ګام اخلي".

د جګړې یوه لوري هم تراوسه په دې تړاو څه نه دي غوښتي، خو یونما د ولسي مرګ ژوبلې د کمولو لپاره پر ښکېلو خواوو غږ کوي، چې د خپل کنټرول لاندې سیمو کې د خپلو ناچاودو مهماتو ځایونه په نښه کړي او له منځه یې یوسي.

دا رپوټ په داسې مهال دی، چې تېره ورځ لغمان کې له جګړې د پاتې ګولۍ د چاودلو له امله د یوې کورنۍ پنځه ماشومان ووژل شول.