"افغان زندانونو کې له شکنجې کار اخیستل کېږي"

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، UN

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د دې ریپوټ لپاره له ۴۶۹ بندیانو سره مرکې کړي

د ملګرو ملتونو د یوه ریپوټ له مخې چې نن خپور شوی افغان چارواکي په ډېریدونکي ډول له مشکوکو او تورنو کسانو چې ماشومان هم په کې دی د اقرار اخیستلو لپاره له شکنجې کار اخلي.

په شکنجې کې، وهل ټکول، قفايي، برېښنايي شارټونه، خوب ته نه پرېښودل او د اعدامولو ګواښونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د دې ریپوټ لپاره له ۴۶۹ بندیانو سره مرکې کړي. له دې ډلې ۳۹ سلنې بندیانو د شکنجې په هکله کره معلومات ورکړي دي.

په ورته وخت کې افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما ثمر وايي، سره له دې چې د ربړونې کچه ټیټه شوې او د شکنجې منع کولو لپاره ښه قوانین وضع شوي، لا هم شکنجه کول شته دي.

د غږ تشریح، د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون له مشرې سیما سمر سره ځانګړې مرکه

د بشري حقونو خپلواک کمیسون وايي تېر کال یې د شکنجو نژدې ۹۰ پېښې ثبت کړي چې ډېری یې د افغان پولیسو لخوا شوي دي.

د بشري حقونو کمیسیون وایي، په دغو امنیتي ادارو کې د شکنجې د عاملینو پېژندل ګران کار دی، خو هغه چې په دې تور دولت ته ورپېژندل شوي "ځینې کسان له خپلو دندو لرې شوي او یا هم ترفېع نه ده ورکړل چې زموږ په نظر بسنه نه کوی."

افغان زندانيان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، په شکنجې کې، وهل ټکول، قفايي، برېښنايي شارټونه، خوب ته نه پرېښودل او د اعدامولو ګواښونه شامل دي

افغان حکومت په امنیتي ادارو کې له تورنو او مشکوکو کسانو سره ناوړه چلند او شکنجې نه ردوي خو وايي چې د زندانونو مدیریت او له زندانیانو سره د چلند معیاري کولو لپاره هڅه کوي.

ټاکل شوې سبا او بله ورځ د ملګرو ملتونو د شکنجې د مخنیوي کمیټه د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې ورازوي.