ملګري ملتونه وايي، د افغانستان تېرو نهو میاشتو جګړو کې ۲۵۰۰ ملکي کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونو وايي، د افغانستان ګڼ مېشتو سیمو ته د جګړو خپرېدو له کبله ملکي خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
ملګرو ملتونو یوه رپوټ کې ويلي د سږ کال تېرو نهو میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکي افغانان په جګړو کې وژل شوي او ۵۸۳۵ ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د ۲۰۱۵ کال همدومره موده کې هم د ملکي تلفاتو شمېر همدومره و او ملګري ملتونه وايي، دا شمېرې ښيي، چې تېرو دوو کلونو کې جګړې زور اخیستی دی.
ملګري ملتونه له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان جګړو کې د ملکي کسانو تلفات ثبتوي او وايي، د تېرو دوو کلونو تلفات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو رپوټ ښيي، چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ جبهه يي جګړې د ۴۰ سلنې ملکي تلفاتو لامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه راز رپوټ کاږي، چې د سږنیو جګړو ډېری قربانیان ماشومان وو ، چې د رپوټ له مخې سږ کال د وژل شویو افغان ماشومانو شمېر ۶۳۹ دی او ۱۸۲۲ نور ماشومان ټپیان دي.
د رپوټ له مخې دغه شمېرې د تېر کال پرتله ۱۵ سلنه ډېروالی ښيي. رپوټ کې ویل شوي، چې وسله وال طالبان او نورې مخالفې وسله والې ډلې تېرو نهو میاشتو کې د ۶۰ سلنه ملکي تلفاتو لامل شوي، چې وايي د دوی ځانمرګي او نور فعالیتونه د ۱۵۶۹ ملکي افغانانو د وژل کېدو سبب شوي او ۳۵۷۴ ملکیان یې ټپیان کړي دي.
رپوټ کې ویل شوي هغه تلفات چې د افغان امنیتي ځواکونو د جنګي اقداماتو له کبله رامنځته شوي، د تېر کال پرتله ۴۲ سلنه ډېر شوي دي.
ملګري ملتونه وايي د افغان امنیتي ځواکونو د جګړیزو فعالیتونو له کبله ۶۲۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۲۷۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
رپوټ کې ویل شوي ډېری ملکي تلفاتو د افغان امنیتي ځواکونو او د دوی د نړیوالو متحدینو د هوايي بمباریو له کبله رامنځته شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچی یاماموتو وايي:
''له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو ته د جګړو خپرېدو له کبله ټول ښکېل اړخونه باید ملکي خلکو ته د زیان اوښتو مخنیوي لپاره اړین اقدات وکړي. ''
ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې د وسله والو هغه بریدونه په سخته غندلي دي، چې مخامخ پر ملکي خلکو شوي.
په رپوټ کې د ( اسد/زمري ۲م ) د کابل دهمزنګ څلورلاري کې د "روښنایۍ غورځنګ" پر معترضانو خونړی برید یادوونه شوې، چې تر اتیاوو ډېر کسان په کې ووژل شول او له څلور سوه ډېر کسان ټپیان شول.
د هغه برید مسوولیت اسلامي دولت نومي ډلې پر غاړه اخیستی و.








