یوناما کندوز کې د ولسي مرګ ژوبلې ادعاوې څېړي

یوناما

د عکس سرچینه، UNAMA

د عکس تشریح، یوناما وايي، ولسي مرګ ژوبله د سولې په لار کې خنډونه زیاتوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما ویلي، چې د کندز په بز کندهاري سیمه کې د ۳۲ ملکیانو د وژلو ادعاوې څېړي

یوناما په خپله خبرپاڼه کې وايي، د لومړنیو رپوټونو له مخې د لړم پر ۱۳ د وسلوالو په ضد د نړېوالو ځواکونو په هوایي بریدونو کې تر ۳۲ ولسی وګړي وژل شوي او تر ۱۹ پورې نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو ویلي: "ولسي مرګ ژوبله د سولې او ارامۍ لپاره هڅې زیانمنوي."

نوموړي ټینګار کړی: " نړیوال ځواکونه باید په هوایي بریدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې د لا ډېر کمولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي او د هوايي بریدونو بشپړ تحلیل ولري."

یوناما له چارواکو غوښتي چې د دغې ملکي مرګ ژوبلې چټکې، بې پلوه او خپلواکې څیړنې ته ژر تر ژره لار هواره او د پیښې د زیان د جبران، قربانیانو ته د ځواب ورکونې او په راتلونکې کې د داسې بریدونو د مخنیوي هڅې وکړي.

موتو

د عکس سرچینه، UNAMA

د عکس تشریح، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړD استازي تادامیچي یاماموتو

له دې وړاندې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي و چې د کندز ښار په بزکندهاري (سیمه) کې د طالبانو د لوړپوړو غړو یوه غونډه په نښه شوې ده.

د هغه په خبره، په غونډه کې د طالبانو هغه قومندانان هم وو چې د کندز په ناامنیو کې یې لاس درلود. افغان ځواکونو په لومړیو کې پر هغوی ځمکنی برید وکړ خو وروسته یې له نړیوالو ځواکونو د هوايي عملیاتو مرسته وغوښته.

د نوموړي په خبره، په دې برید کې د کندوز لپاره د طالبانو د نظامي کمېسون د مشر ملا ضیا الرحمان متقي په ګډون د دې ډلې اوه مهم قومندانان وژل شوي دي.

دولت وزیري په دغه برید کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد نه کړه، خو ویې ویل، طالبانو دا ولسي خلک "د انساني سپر" په توګه کارولي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن هم په کندز کې د دوی د ځواکونو هوایي بریدونه منلي او پر ولسي مرګ ژوبله یې خواشیني څرګنده کړې.