د ولسمشرۍ ټاکنو دوه زره بایومټرېک الې قرنطین شوې

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کمېسیون وایي، قرنطین شوې الې ټولو ولایتونو پورې اړه لري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې کارېدلې نږدې لس سلنه بایومتریک الې یې قرنطین کړې دي. دغه دستګاوې په نژدې ټولو ولایتونو پورې اړه لري او په دې شک قرنطین شوې دي چې درغلۍ په کې شوې او یا یې تخنیکي ستونزې لرلې.

د ټاکنو کمیسیون ویاند مرزا محمد حقپرست بي بي سي سره په خبرو کې وویل، قرنطین شوې الې به د ټاکنیزو ډلو د استازو او د څارونکو په مخ کې وڅېړل شي.

ښاغلی حقپرست وایي، د قرنطین شویو بایو مټرېک الو شمېر کابو دوه زرو ته رسېږي او دا هغه الې دي چې د ټاکنو پر ورځ یې ستونزې درلودې.

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د بایو مټرېک الو او رایو موضوع وار د مخه ناندریزه شوې ده، او له دې الو مرکزي سرور ته د مالومات لېږد کې ځنډ وضعیت لا پسې حساس کړی دی.

بل لورته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما بې له دې چې د چا نوم واخلي، نن د یکشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له ټولو برخه والو غوښتي چې د نظر له ورکولو وړاندې دې د رایې شمېرلو د بهیر باندې ځان سم پوه کړي.

یوناما

د عکس سرچینه، UNAMA

د عکس تشریح، یوناما پر ټاکنیزو ډلو غږ کړی چې د رایو شمېرلو په بهیر دې ځانونه سم پوه کړي

یوناما همدارنګه له دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتي چې د دغه بهیر د توضیح په ګډون د رایو شمېرلو د بهیر په اړه د ټولو ښکېلو اړخونو ته صریح پوهاوی ورکړي.

دا اداره زیاتوي ټولې ښکېلې غاړې د ټاکنو د باوري کېدو لپاره ګډ مسوولیت لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان ټاکنیزو ادارو د درغلیو د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر لارې چارې تنظیم کړي چې شفافیت ډاډمن شي. یوناما همدارنګه څارونکي بنسټونه، سیاسي ډلې، کاندیدان او رایې ورکونکي هڅولي چې د ټاکنو د رایو د شمېرنې د بهیر د حراست او بشپړېدو لپاره فعال، باخبره او رغوونکی رول ترسره کړي.

له دې سره سم د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د دوی مرکزي سرور ته د بایومټریک الو د مالوماتو چټک لېږد په موخه یو نوی سیسټم رامنځته کېږي.

د دغه سیسټم له لارې د بایومټریک وسیلو د حافظې کارډ کمپیوټرونو سره نښلول کېږي چې له لارې یې ټول معلومات په چټکۍ سرور ته ځي.

دا ګام وروسته له هغې اخېستل کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل، تخنیکې چارې یې د تمې خلاف ورو روانې دي. د دغې ستونزې هواري لپاره د درملوک په نامه جرمن شرکت څو انجینیران هم کابل ته راغلي دي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید عبدالله عبدالله دویم مرستیال اسدالله سعادتي

د عکس سرچینه، DR.ABDULLAHABDULLAH

د عکس تشریح، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید عبدالله عبدالله دویم مرستیال اسدالله سعادتي

که څه هم معلومه نه ده چې د ټاکنو کمېسیون به په خپل وخت، یعنې د تلې په ۲۷ مه لومړنۍ پایلې اعلان کړي او که نه، خو پرون د شنبې په ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د انتخاباتو کمېسیون تورن کړ چې سیسټم ته د بایومټریک رایو په لېږد سره د دوی د سیال اشرف غني د بریالي کولو هڅې کوي.

د ښاغلي عبدالله د ټکټ دویم مرستیال اسدالله سعادتي خبریالانو ته وویل چې د دغې درغلۍ شواهد لري او که مخه یې ونه نیول شوه اقدام به وکړي.

د ټاکنو کمېسیون بیا وایي، مرکزي سرور ته د مالومات او د رایو د لېږد ټول بهیر د کورنیو او بهرنیو څارونکو تر نظر لاندې روڼ روان دی.