محمد حنیف اتمر د افغان ولسمشرۍ ټاکنو له سیالۍ ووت

محمد حنیف

د عکس سرچینه، MOHAMMAD HANEEF ATMAR/FB

د عکس تشریح، په وروستیو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلي وو، تر اوسه حنیف اتمر د خپلې ټاکنیزې سیالۍ د دوام په اړه 'کمېسیون ته لازم توضیحات' نه دي ورکړي

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر چې وړاندې یې خپل ټاکنیز کمپاین ځنډولی و، اعلان کړی چې د راتلونکې شنبې (تله ۶) په ورځ ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ کې ګډون نه کوي. خو ټینګار یې کړی که ټاکنې ځنډول کېږي، د ده د نوماندۍ حق به ساتلی وي.

حنیف اتمر رسنیو ته په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي چې په ټاکنو کې به بې پرې وي او د هېڅ کوم مشخص نوماند ملاتړ به نه کوي.

په وروستیو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلي و، تر اوسه حنیف اتمر د خپلې ټاکنیزې سیالۍ د دوام په اړه 'کمېسیون ته لازم توضیحات' نه دي ورکړي.

نوموړې ویلي وو: "موږ نوماندانو ته یو مکتوب لېږلی او له هغوی مو غوښتي چې له نوماندۍ په شا کېدو حال موږ ته راکړي او خبر مو کړي، سره له دې چې موږ د رسنیو له لارې خبر شوي یو، خو باید رسمي اسناد راکړي موږ د خپل مکتوب ځواب ته په تمه یوو."

په ټاکنو کې د ښاغلي اتمر دویم مرستیال محمد محقق د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه بل نوماند عبدالله عبدالله له ټاکنیز ټیم سره یوځای شوی دی.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون څو ورځې وړاندې ویلي وو، له ټاکل شوې مودې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماندۍ تېریدل د قانون سره په ټکر کې دي چې انتخاباتي تېروتنه حسابېږي او له ځان سره جریمه هم لري.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش له مخې، د لومړني نوملړ له خپرېدو وروسته، نوماندانو یوازې حق درلود چې د غوايي میاشتې تر دوېیمې نېټې له خپلې نوماندۍ تېر شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د وروستي نوملړ له اعلانېدو او له کمپاینونو له پیلېدو وروسته تر اوسه درې کاندیدان له خپلې نوماندۍ تېر شوي دي.

محمد محقق

زلمی رسول او شیدا محمد ابدالي، دوی دواړه د محمد اشرف غني په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شوي دي، او محمد حنیف اتمر نن اعلان وکړ چې ټاکنو کې به برخه نه اخلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنوې کې به له بایومټریک پرته رایې نه شمېرل کېږي.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات بي بي سي ته ویلي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو د پرېکړې پر بنسټ، له رای اچونې وروسته یوازې هغه باوري رایې شمېرل کېږي چې د بایومټریک الې ځانګړی بارکوډ یې پر شا لګول شوی وي.

د افغانستان تېرو پارلماني ټاکنو کې چې یو کال وړاندې ترسره شوې- د رای اچولو په ځینو مرکزونو کې دغه الې خرابې شوې او یا ورکې شوې وې چې صندوقونو ته له بارکوډ پرته رایو اچولو لامل وګرځېدې.