کمېسیون: له ټاکلې مودې وروسته له نوماندۍ تېرېدونکي به جریمه کیږي

ټاتکنې

د عکس سرچینه، ABDALI FACEBOOK

د عکس تشریح، زلمی رسول او شیدا ابدالي د محمد اشرف غني په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شوي دي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایې ، له ټاکل شوې مودې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماندۍ تېریدل د قانون سره په ټکر کې دي چې انتخاباتي تیروتنه حسابیږي او له ځان سره جریمه هم لري. د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالویش له مخې، د لومړني نوملړ له خپرېدو وروسته، نوماندانو یوازې حق درلود چې د غوایې میاشتې تر دوهمې نیټې له خپلې نوماندۍ تیر شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د وروستي نوملړ له اعلانېدو او له کمپاینونو له پیلېدو وروسته تر اوسه دوه کاندیدان له خپلې نوماندۍ تېر شوي دي.

زلمی رسول او شیدا محمد ابدالي، دوی دواړه د محمد اشرف غني په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون وایې له یادو نوماندانو یې غوښتي چې ورشي ترڅو د خپلې نوماندۍ څخه د په شاه کیدو په اړه وضاحت ورکړي.

انتخابات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې راتلونکې شنبې پر ورځ ترسره کېږي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د نوماندانو لپاره یې د جرمانی یو مېکانیزم ټاکلی دی. دې کمېسیون که څه هم د جرمانې اندازه نه ده ښودلې خو زیاتوي، هغه کاندیدان چې په دې وروستیو کې له خپلې نوماندۍ تېر شوي اړ دي چې ورکړل شوي دولتي امکانات او د مرمۍ ضد ګاډي بېرته وسپاري.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دې نوماندانو تر اوسه دغه کمېسیون ته له خپلې نوماندۍ د تېرېدو په اړه رسماً خبر نه دی ورکړی.

د دې کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، یو بل نوماند حنیف اتمر، چې خپل ټاکنیز کمپاینونو یې ځنډولي، تر اوسه کمېسیون په ټاکنو کې د خپل ګډون یا نه ګډ،ن په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

"موږ نوماندانو ته یو مکتوب ور لیږلی او له هغوی مو غوښتي چې له نوماندۍ په شا کېدو حال مونږ ته راکړي او خبر مو کړي سره له دې چې موږ د رسنیو له لارې خبر شوي یو خو موږ ته باید رسمي اسناد راکړي موږ د خپل مکتوب ځواب ته په تمه یوو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کاندیدانو د امنیت نیولو له کبله یې هر نوماند ته درې د مرمۍ ضد او درې نور تعقیبي ګاډي ورکړي دي.

د کاندیدانو او د دوی مرستیالانو د امنیت ساتلو لپاره یې ۹۰۰ امنیتي سرتېري ګمارلي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کاندیدانو او د دوی مرستیالانو د امنیت ساتلو لپاره یې ۹۰۰ امنیتي سرتېري ګمارلي

په کورنیو چارو وزارت کې یوې امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي بي بي سي ته ویلي، د کاندیدانو او د دوی مرستیالانو د امنیت ساتلو لپاره یې ۹۰۰ امنیتي سرتېري ګمارلي دي.

دغه سرتېري به همدا راز د نوماندانو د دفترونو او کورونو امنیت وساتي.

د ټاکنو د قانون په بنسټ د ولسمشرۍ هر نوماند باید د نوم ثبتونې په لومړۍ ورځ سل زره پېژندپاڼې او یو میلیون افغانۍ د ضمانت په توګه د ټاکنو کمېسیون ته ورکړي.

په ضمانت کې ورکړل شوې پیسې هغه وخت نوماند ته بېرته ورکول کېږي چې په ټاکنو کې له ټولو لس سلنه رایه واخلي او که داسې ونه کړای شي پیسې یې بېرته نه ورکول کیږي.

د ټاکنو کمېسیونونه وايي، له خپلې نوماندۍ د تېرو شویو کاندیدانو رایې نه شمېرل کیږي.