د ولسمشرۍ نوماندانو پر ټاکنیزو سیالیو څومره لګښت کړی؟

د بروشرونو چاپ او په ښارونو کې د بېلبورډونو پر مخ د لویو تصویرونو لګول د ټاکنیزو سیالو د لګښتونو یوه برخه ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بروشرونو چاپ او په ښارونو کې د بېلبورډونو پر مخ د لویو تصویرونو لګول د ټاکنیزو سیالو د لګښتونو یوه برخه ده

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مني چې په دغه هېواد کې د ټاکنیزو سیالیو پرمهال د نوماندانو له ټاکلي حده د ډېرو لګښتونو د مالومولو سیستم نشته.

د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، د نوماندانو د مالي سرچینو په تړاو څارنه د دوی مکلفیت نه دی او قانون هم په دې برخه کې غلی دی.

د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونو کې د یوه نوماند لپاره د لګښتونونو وروستی حد ۴۴۲ میلیونه افغانۍ چې شاوخوا پنځه نیم میلیونه ډالر کېږي ټاکل شوی، خو په ټاکنو د څار بنسټونو په وینا ځینو نوماندانو له دې ډېرې پیسې لګولي دي.

د بروشرونو چاپ او په ښارونو کې د بېلبورډونو پر مخ د لویو تصویرونو لګول د ټاکنیزو سیالو د لګښتونو یوه برخه ده. د کابل له ګڼې ګوڼې د ډک ښار د ډېرو سیمو بلبورډونو پر مخ د هغو نوماندانو په تصویرونو سترګې لګېږي چې د مخکښۍ دعوا لري.

هغه سیمې چې ډېره ګڼه ګوڼه لري د بلبورډونو کرایه یې هم ډ‎ېره ده او ځينو نوماندانو وار د مخه لا د دوه میاشتو کرایه پرې کړې ده.

د نا امنیو له امله ټاکنیزې سیالۍ په کابل کې او تر ډېره د لویې جرګې په خیمه کې ترسره کېږي، د دې ځای د یوې ورځې کرایه شاوخوا ۳۵۰ زره افغانۍ ده.

تردې خیمه لاندې د خلکو د راغونډولو تر څنګ د دوی په ډوډۍ او ټرانسپورټ هم لګښت راځي. د یوه ټاکنیز ټکټ غړي بي بي سي ته وویل چې د لویې جرګې په خیمه کې د یوې ورځې په غونډه نژدې یو میلیون افغانۍ لګښت راغی.

د ټاکنیزو کمپاینونو لګښتونه یوازې په همدې نه خلاصېږي، په ټاکنو د څار ځینې بنسټونه وايي، نوماندان د مخورو سیاسي او نفوذ لرونکو څېرو د جلبولو لپاره ډېرې پیسې لګوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، سره له دې چې د نوماندانو له مالي سرچینو څخه د څار سیسټم نشته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، سره له دې چې د نوماندانو له مالي سرچینو څخه د څار سیسټم نشته

فیفا یا د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییوي مشر یوسف رشید وايي، د کمپاینونو پرمهال د ناقانونه پیسو راکړه ورکړه د هغې ټاکنیزې ډلې د حکومت سیاست ټاکي:

"دا تقریباً یو لانجمن بحث دی. ډېری راتلونکی سیاست د همغه حکومت چې بریالی کېږي د کمپاین د دورې په معاملو څرخېږي. که سوداګر سره معامله شوې وي یا له کوم بهرني هېواد سره شوې وي بیا تقریباً ګټه همغه چاته رسېږي چې پیسې یې ورکړې وي."

د کمپاینونو پر مهال د نوماندانو بانکي حسابونو ته د ډېرو پټو پیسو راتلل او په پټه توګه د همدې پیسو لګولو ثابتول سخت کار دی.

فضل الرحمن اوریا چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د یوې ټاکنیزې ډلې غړی و وايي چې د کمپاینو پرمهال په ډېره اندازه پټې پیسې ښکته پورته کېږي:

"تورې پیسې چې له بهرنیو هېوادونو د کمپاین په نوم مختلفو اغېزناکو شخصیتونو ته راځي په بېلابېلو بڼو باندې وېشل کېږي. مثلاً په یوه ولسوالۍ کې پنځه بانفوذه کسان شتون وي هغوی ته پیسې ورکول کېږي د کمپاین پخاطر او تر زیاتې کچې نوماندان هم په یوه بهرني هېواد باندې پر بهرني استخباراتو ځان خرڅوي."

د ښاغلي اوریا په خبره، د ټاکنیزو ټکټونو په جوړښت او د رایو په راخپلولو کې پیسې مهم عنصر دی.

په ورته وخت کې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له حد د ډېرو لګښتونو د مخنیوي لپاره نوماندانو ته لایحه جوړه کړې. د دې لایحې پر بنسټ باید د نوماندانو مالي سرچینې مشخصې وي او نوماندان باید یو بانکي حساب جوړ کړي چې هم تلونکې او ورته راتلونکې پیسې مشخصې او هم یې پر کمپاینونو لګښتونه مالوم وي.

د همدې لایحې پر بنسټ نوماندان اړ دي چې د ټاکنیزو سیالو لګښتونه له مشروع او کورنیو مرستو برابر کړي، هغه څه چې پر ټاکنو د څار بنسټونه یې په تړاو شک لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، سره له دې چې د نوماندانو له مالي سرچینو څخه د څار سیسټم نشته، د ټاکنیزو ډلو له لورې چې کوم لګښتونه کېږي د سپینو او تورو پیسو پېژندنه یې هم ګران کار دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د حقوقو رییس جعفر علي نوري وايي:

"په خواشینۍ سره د څارنې هېڅ سیستم نشته چې موږ وکوای شو د عامو خلکو شتمني معلومه کړو. نوماندن هم له کاندیدېدو مخکې عام خلک وو، نو موږ نه شو موندلی چې ددوی عایداتي سرچینې څه دي او دا پیسې له کومه په لاس ورغلي. موږ هم اړ نه یو چې د هغوی د شتمنیو په تړاو څېړنه وکړو."

د نا امنیو له امله ټاکنیزې سیالۍ په کابل کې او تر ډېره د لویې جرګې په خیمه کې ترسره کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نا امنیو له امله ټاکنیزې سیالۍ په کابل کې او تر ډېره د لویې جرګې په خیمه کې ترسره کېږي

بي بي سي چې کله له ځينو ټاکنیزو ډلو سره په اړیکه کې شوو، له بهرنیو مالي سرچینو د پیسو لاسته راوړل او پټ لګښتونه یې رد کړل.

د محمد اشرف غني د ټاکنیز ډلې ویاند جمال ناصر اصولي:

"په واضح ډول دا باید ووایو چې ولسمشر له خپلې پانګې د دوه مرستیالانو له سرمایې، همداراز زموږ دریېم غیر رسمي معاون چې دی د هغې له سرمایې، همداراز موږ ورته یوه بله سرچینه هم لرو چې ولسمشر د کمپاین د لګښت لپاره یو بانکي اکونټ جوړ کړی چې خلک له هغوی سره مرسته کوي چې دا کمپاین پرمخ یوسي."

محمد اشرف غني د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماند دی چې په تصویري او غږیزو رسنیو کې یې له نورو ډېر اعلانات خپرېږي.

نوماندان د اعلان د خپرېدو په هر وار له ۸۰ تر ۳۵۰ ډالر ورکوي.

د ولسمشرۍ د یوه بل نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې له غړو سره په وار وار له اړیکو نیولو وروسته هم ونه توانېدو چې په کمپاینونو کې د دوی د لګښتونو په تړاو ورسره خبرې وکړو.

د شاوخوا لس نورو نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ کم رنګه، د کور په کور کمپاین او یا هم د ښارونو په ځینو برخو کې به کوچنیو ناستو او عکسونو ولاړې دي.