شیدا ابدالي د ولسمشر غني په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شو

غني ابدالي

د عکس سرچینه، ARG/ ABDALI FACEBOOK

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو یوه کاندید شیدا ابدالي د راتلونکو ټاکنو یوه بل کاندید او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په حق کې له کاندیدیتورۍ تېر شو او د ښاغلي غني د ټاکنیز ټیم ملاتړ یې اعلان کړی دی. په دې مناسبت یوې غونډې ته وینا کې ښاغلي ابدالي وویل:

''افغانستان د خپل تاریخ له خورا سخت پړاوه تېرېږي، زموږ ملت د کورنیو او بهرنیو لاسوهونو له کبله د شتون او نه شتون له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی او له دې ناخوالو څخه د وتلو په موخه زه د خپلې ټاکنیزې ډلې په استازیتوب د ملي ګټو په خاطر غواړم نننی پیوستون یو ښه زیری وبولم. ''

ولسمشر غني همدې غونډې ته په وینا کې له ښاغلي ابدالي مننه وکړه او له خپل ټیم سره د هغه یو ځای کېدل یې د ملي ګټو پر بنسټ وبلل:

''له تاسې ځکه هم مننه کوم، چې ستاسې او زموږ ټولو چې دلته یو ځای شوي یو، لیدلوری د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ دی، ستاسې دا پرېکړه چې خپل کمپاین ودروئ او ما ته د یوالي لاس راکړئ، یوازې او یوازې د ملي ګټو پر اساس ده.''

ښاغلی شیدا په ولسمشریزو ټاکنو کې له کاندید کېدو مخکې تر شپږو کلونو راهیسې ډیلي کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده درلوده او په ټاکنیز ټیم کې یې د لومړی مرستیال په توګه عبدالبصير سالنګى او دویم مرستیال یې ذوالفقار امید وو.

له دې مخکې په تېر اګست کې د افغانستان ولسمشرۍ ته یو بل کاندید زلمي رسول په ټاکنو کې له برخې اخیستو ډډه وکړه او د محمد اشرف غني او هغه د ټیم ملاتړ اعلان یې کړ. نوموړي د ښاغلي غني د ټاکنیز ټیم په شتون کې یوې خبرې غونډې ته ویلي و، هیله من دی دغه اتحاد به د افغانستان لپاره د غورو فرصتونو زمینه برابره کړي.

ابدالي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شاغلي ابدالي مخکې په هند کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده درلوده

بل لور ته د افغانستان ټاکنوخپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه یې ۱۰۰ ولسوالیو ته اړین ټاکنیز توکي لېږلي او په راتلونکو اوو ورځو کې به پاتې ۲۴۵ ولسوالیو ته د ټاکنیزو توکو استولو لړۍ بشپړه شي.

همدې حال کې د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د کمپاین له پیله تر اوسه له دوی سره کابو ۸۰ شکایتونه ثبت شوي دي، چې په وینا یې ډېره برخه یې د دولت جوړونکي او ثبات او همپالنې ډلو پورې اړه لري.

له ټاکنیز چمتوالي سره سم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو هم د پلازمېنې کابل تر څنګ په بيلا بېلو ولایتونو کې کمپایني غونډي درلودلې.