د افغان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ملاتړې نوملیکنه پیل شوه

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د تېرو پارلماني ټاکنو د رودې کارولو سره د رایه ور کوونکو ملاتړې یا تقویتي نوملیکنه پیل شوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسون مشرې حوا عالم نورستانۍ د شنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، چې دا بهیر به د جون میاشتې له اتمې( د غبرګولي ۱۸) پیل او د جون تر ۲۹ ( د چنګاښ ۸) به روان وي.

د دې کمېسون په خبره، ملاتړې نوملیکنه د هغو کسانو لپاره ده چې تازه افغانستان ته ستانه شوي وي، د ټاکنو په ورځ اتلس کاله عمر ولري، تېرو رایه ور کوونکو کې یې نوم نه وي، له یوې حوزې بلې ته کوچېدلي وي یا هم د قانون له مخې له مدني حقونو بې برخې شوي نه وي.

دا بهیر به د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د نوملیکنې لپاره په ۳۳ ولایتونو کې روان وي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د مهالوېش له مخې ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې پر شپږمه( د ۲۰۱۹ زېږیز کال د سپټمبر پر۲۸) کېږي.

مېرمن نورستانۍ وايي، د ۳۳ ولایتونو په ۵۳۲ مرکزونو او د غزني په ۲۴۷ مرکزونو کې ملاتړې نوملیکنه کېږي.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د هغې په خبره، ټاکلې وه چې دا بهیر د ۳۳ ولایتونو په ۴۵۸ مرکزونو او د غزني په ۴۰۶ مرکزونو کې اجرا شي، خو له امنیتي ارزونو وروسته ۳۳ ولایتونو ته ۴۳۲ مرکزونه او غزني کې ۲۴۷ مرکزونه چالو(فعال) کېږي.

ولې د غزني لپاره ۲۴۷ مرکزونه؟

حوا

د عکس سرچینه، IEC

د افغانستان سوېل کې غزني په ولسي جرګه کې ۱۱ استازي لري.

د ولسي جرګې د ۱۶ پړاو ټاکنو کې د ناامنۍ له امله دا ټول ۱۱ استازي له یو قوم بریالي شول او پارلمان کې د نورو توکمونو استازي نه وو.

په دې دلیل د غزني ځینې اوسېدونکو د تېر کال ولسي جرګې ټاکنو تر پیلېدو مخکې غزني کې د ټاکنو کمېسون دفتر مخ ته پرلت وکړ او د دې ادارې ور یې وتاړه او یوه نوماند هم پارلماني ټاکنو کې د سیالۍ لپاره نوملیکنه ونه شوه کړی.

وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسون غزني کې د پارلماني او ولایتي شورا د ټاکنو نېټه د تلې ۶ اعلان کړه، خو کمېسون بیا وویل چې په دغه نېټه یوازې ولسمشرۍ ټاکنې کولی شي.

خو دوه ورځې مخکې حوا عالم نورستانۍ وویل، چې له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته به د غزني د ولایتي شورا او ولسي جرګې د ټاکنو پرېکړه کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د شمېرو له مخې تېرو پارلماني ټاکنو ته ۹،۵ میلیون کسانو نوم لیکلی و.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان دولسمشرۍ ټاکنو نېټه تراوسه دوه ځله ځنډېدلې او سترې محکمې پرېکړه کړې چې تر دغو ټاکنو پورې به اشرف غني قانوني ولسمشر وي.

خو د ولسمشرۍ ټاکنو د نورو نوماندانو شورا د ښاغلي غني دا واک بې قانونه بولي او د سرپرست حکومت جوړېدل غواړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بله ننګونه امنیت ټینګول دي، خو د افغانستان لوی درستیز بسم الله وزیري د جمعې په ورځ وویل چې د دې ټاکنو د امنیت لپاره له نورو امنیتي ادارو سره په همغږۍ بوخت دی.

هغه دا هم وویل چې د حساسو او ناحساسو ټاکنیزو موادو په لېږد او د ټاکنو امنیت خوندي کولو کې کارند ونډه لري او دا پروګرامونه به پلي شي.

افغانستان کې ټاکنې تراوسه تر ډېره له جنجال او د سرغړونو او درغلیو ادعاوو سره کېږي.

د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو پسې د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ د ملي یووالي حکومت جوړ شو او د تېر کال پارلماني ټاکنو پایلې هم تر اوو میاشتو ځنډ او د پراخو درغلیو له ادعاوو او سرغړونو سره اعلان شوې.