له نوم لیکنې وروسته بېځایه شوي به له رایه اچونې محروم وي

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي موندلې، هغه شمیر کورني کډوال له رایه ورکونې محرومیږي چې د نوم لیکنې له مرکزه لرې سیمو ته بې ځایه شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تائیدوي چې د ټاکنو په ورځ هغو کسانو ته د رایې ورکونې ځانګړې اسانتیا نه لري چې له نوم لیکنې وروسته بلې سیمې ته کډه شوي وي.
که څه هم د هغو کورنیو بې ځایه شویو کره شمیر نه دی معلوم چې ټاکنو ته له نوم لیکنې وروسته یې خپلې مېنې پريښي، خو د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، په تېرو ۸ میاشتو کې نژدې نیم میلیون افغانان په کور دننه بې ځایه شوي.
د مزارشریف ختیځ لور ته د کورنیو بې ځایه شویو یو پنډغالي کې د فاریاب او جوزجان له جګړې کابو پنځه سوه کورنۍ را کډه شوي.
عبدالله چې له خپلې کورنۍ سره دلته تریوې کیږدۍ لاندې ژوند کوي، د فاریاب په یوه ولسوالۍ کې ټاکنو ته نوم لیکنه کړې، خو وایي اوس خبر شوی چې د کډوالۍ د ګاللو ترڅنګ له رایې ورکونې هم محروم شوی.
"زه د المار ولسوالۍ یم، هلته موږ په خپلو پېژندپاڼو کې سټیکرونه لګولي و، اوس هلته تګ نه کیږي چې په ټاکنو کې ګډون وکړو. جګړې اړ کړو چې دلته راشو اوس دلته امکان نه لري چې موږ رایه ورکړو اوس زما ستونزه څنګه حل کېږي؟"
له بلخ سربیره د نورو ولایتونو هغه بې ځایه شوي هم خپله رایه نه شي کارولی چې له نوم لیکنې یا په تذکرې له سټیکر وهلو وروسته یې خپلې سیمې پریښي.
د شمال ختیځ ولایت تخار د کډوالو چارو ریاست هم له هغو کسانو ډک دی چې نژدې وخت کې د دغه ولایت له ناامنو ولسوالیو مرکز ته ورغلی.

د عکس سرچینه، Getty Images
شپیته کلنه نسیمه چې د چاه آب ولسوالۍ له جګړې یې د تالقانو زاړه ښار ته له ټولې کورنۍ سره پنا راوړې وایي، تېرو دوو ټاکنو کې یې ګډون کړی، خو دا ځل ناهیلې ده.
"ما تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې رایه ورکړه، د پارلمان ټاکنو کې مې رایه ورکړه، خو اوس ناامني ده، خپل کور مې پریښود، مونږ په ډېرو ستونزو دلته ځان را رسولی، نه شو کولی بیرته خپل ځای ته ولاړ شو او رایه ورکړو."
د کډوالو نړیوال سازمان (آی.او.ام) وایي، د ۲۰۱۹ کال له پيله نژدې نیم میلیون افغانان بې ځایه شوي، خو نه دوی او نه هم نور بنسټونه دا معلومات لري چې له دې ډلې څه شمیر کسانو ټاکنو ته نوم لیکنه کړې.
د ټاکنو د نوې تګلارې له مخې، رایه ورکونکي باید خپله رایه هغه مرکز کې وکاروي چېرته یې چې نوم لیکنه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه کمیسیون یو ویاند ذبیح الله سادات وایي، کورني بې ځایه شوي کسان هم د همدې تګلارې چوکاټ کې راځي او کمیسیون دوی ته کوم ځانګړی پروګرام نه لري.
"د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شته نافذه شویو قوانینو په بنسټ مجبور دی چې ګام پرګام پرمخ لاړ شي او دغه قانونونه پلې کړي. په قانون کې څرګنده شوې ده چې هر هغه کس چې په کوم مرکز د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې وي باید همغه ځای کې رایه ورکړي."
ښاغلی سادات وایي، دوی د تقویتي نوم لیکنې پر مهال چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې ترسره شوه، خلکو ته دا اسانتیا ورکوله چې د یوې فورمې په اخیستو، د رایه ورکونې ځای بدل کړي.
نوموړی وایي، یوازې نژدې ۱۷ زره کسانو دا کار کړی دی. خو له تقویتي نوم لیکنې وروسته شاوخوا دو میاشتو کې زرګونه نور کسان له خپلو مېنو بې ځایه شول.
افغانستان د نړۍ په کچه د کورنیو بې ځایه شویو له اړخه تر ټولو جدي حالت کې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورنۍ بې ځایه کېدنې د څارنې نړیوال مرکز IDMC وایي، دا مهال افغانستان کې څه باندې دوه نیم میلیونه کسان په کور دننه بې ځایه شوي دي.
دا بنسټ چې د ناروې د کډوالو شورا یوه څانګه ده وایي، د بې ځایه کېدنې لوی لامل جګړه او بیا دویم ګام کې طبیعي افتونه دي.
راتلونکو ټاکنو ته نژدې ۹ میلیونه رایه ورکونکو په دوو پړاونو کې نوم لیکنه کړې.
خو دا شرط چې هرڅوک باید د خپل نوم لیکنې په مرکز کې رایه هم ورکړي، د بې ځایه شویو په ګډون یوشمیر نور خلک هم د رایې له حقه بې برخې کوي.









