کرزی: حکومت او طالبان باید د افغانانو په وژلو شرم وکړي

کرزی

د عکس سرچینه، Karzai Facebook

د عکس تشریح، حامد کرزی وایي، افغان وژنه باید ژر تر ژره بنده شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د روانې جګړې له کبله پر اوښتو تلفاتو خپګان ښودلی او پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې افغان وژنه دې بنده کړي، او باید دواړه خواوې په دې کار شرم وکړي. نوموړي دا څرګندونې نن پنجشنبه کابل کې په یوه خبري ناسته کې وکړې.

ښاغلي کرزي وویل:

"په دې خاوره کې چې هر څوک وژل کېږي، موږ باید د یو بل وژلو په اعلانولو شرم وکړو. طالبان باید وشرمېږي، خجالت دې وي ورته چې د دوی په بمونو او بریدونو کې عام خلک وژل کېږي، زموږ حکومت او ولسمشر دې هم وشرمېږي چې د طالب په نوم د افغانانو د قتل اعلان ورکوي، د نورو د ګټو لپاره یا د امریکا او نورو بهرنیانو د خوشحاله کولو لپاره. هره خوا چې دا کار کوي له افغانستان سره ظلم او غداري کوي".

حامد کرزي له طالبانو وغوښتل چې له امریکا سره پر مذاکراتو د ټينګار پرځای دې لومړی له افغانانو سره خبرې پيل کړي.

د افغان سولې مذاکراتو په وروستيو اوونیو او له هغې راپه دې خوا افغانستان کې جګړه توده شوې. څه موده وړاندې د امریکا د بهرینو چارو وزارت او ورپسې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې په لنډ وخت کې یې ۱۰۰۰ طالبان وژلي.

د بي بي سي یوې څېړنې هم موندلې چې په اګست میاشت کې د وژل شویو کسانو تر نیمایي ډېر هغه وسله وال طالبان وو. خو طالبان بیا حکومتي لوري ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا لري.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حامد کرزي ویلي، له امریکا وړاندې دې له افغانانو سره خبرې وکړي

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي همدا راز له امریکا وغوښتل چې له طالبانو سره بیا د سولې خبرې پیل کړي، خو ده پر طالبانو هم غږ کړی چې امریکا ته دې نه په تمه کېږي او لومړی دې له افغانانو سره خبرې پيل کړي.

د ټاکنو په اړه اندېښنه:

د ښاغلي کرزي له نننیو خبرو ښکارېده چې هغه په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو ته لېواله نه دی. هغه په ټاکنو کې د بهرنیو لاس لرلو ته په اشارې وویل چې اوسنی وضعیت د ټاکنو سلامت نشي تضمینولی.

د هغه له خبرو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د ټاکنو په تړاو د حامد کرزي څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، حکومت له پخواني ولسمشر څخه تمه لري چې د ټاکنو له ډیموکراټیک بهیر څخه ملاتړ وکړي.

"زموږ تمه او هېله له ښاغلي کرزي دا ده چې له یوې ملي پروسې ملاتړ وکړي، له هغې پروسې چې له لارې یې خپله دی هم دوه ځله ټاکل شوی. ښاغلي کرزي چې نن کومې اندېښنې څرګندې کړې، دا اندېښنې مشروع ندي."

صدیقي

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح، افغان حکومت وایي، حامد کرزی باید د ټاکنو ملي پروسې ملاتړ وکړي

د ټاکنو د برخلیک په اړه په کور د ننه له دغو اندیښنو مخکې ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې له افغان حکومت، بنسټونو او نوماندانو غوښتنه کړي چې رڼې او باوري ټاکنې ترسره کړي.

په دې خبرپاڼه کې له طالبانو هم غوښتل شوي چې په ټاکنو د خلکو د ګډون مخه ونه نیسي. وړاندې دې ډلې د ټاکنیز بهیر پر وړاندې د دریدو ویلي وو. ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې اته ورځې وروسته ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر سره په د سولې او ټاکنو په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه غوښتي چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره هڅه او همکاري وکړي.